کور / تازه خبرونه / د پوهني وزارت د فعاليتونو خبرونه

د پوهني وزارت د فعاليتونو خبرونه

د ملمنجی د لومړنى ښوونځى د ودانى بنسټ ډبره كيښودل شوه


دبادغيس ولایت: نن د چنګاښ د مياشتي په۲۷ نيټه، د بادغيس ولايت دمركز مربوط د هلكانو د ملمنجى د لومړنى ښوونځى ودانى دبنسټ ډبره د نوموړی ولايت د پوهنې رئيس ذبیح الله جیحون لخوا په داسى حال كې چى د دولتى ادارو يوشمير رئيسانو دسيمى قومی مشرانو، استادانو اوشاګردانو ګډون درلود كيښودل شوه.


د نوموړى ښوونځى تعمير په پاخه او اساسی ډول د يو جريب ځمكى په ساحه كٰې چى دسيمى د خلكو لخوا په وړيا ډول د پوهنى رياست ته وركړل شوى د يونيسف نړيوالى ادارى په مالي لګښت ۶۹ زره امريكايي ډالرو په مجموعی لګښت د ۴ مياشتو په موده كى جوړ يږى چى ۶ درسی خونی ،۲ ادارى خونى، داحاطى ديوار، ژور څاه، ۶ تشنابه اونور ضروري ملحقات لری.


د يادونی وړ ده چی په نوموړى ښوونځى كى ۲۳۷ تنه زده كوونكى د۴ تنو استادانو لخوا تدريس كيږى.



تدویرسمینار آموزشی برای معلمین مکاتب


ولایت هرات: امروز ۲۷ سرطان سال روان، سیمینار 6 روزه تحت عنوان اهمیت غذایی شهروندان و صحت در مکاتب برای معلمین ولایت هرات درسالون کنفرا نسهای ریاست صحیه آنولایت دایرگردید.


سیمینار متذکره از طرف اداراه انکشافی آیالات متحده و همکاری ریاست صحت عامه براه انداخته شده که به تعداد 140 تن از معلمین مکاتب مرکزی اشتراک ورزیده اند که در رابطه به صحت و استفاده از مواد غذایی دانستنی های ارزش مندی را فرا خواهند گرفت.


گفتنی است که دایر شدن همچو سیمینارها در بلند بردن سطح آگاهی و آشنایی معلمین باشیوه های جدید موثر واقع می گردد.



اهد ای زمین به معارف


ولایت بدخشان: اهالی معارف دوست قریه سرغلان ولسوالی شهدا ولایت بدخشان موازی 3 جریب زمین را جهت اعمار مکتب در اختیار ریاست معارف آنولایت قرار داده است.


این هموطنان ما زمین متذکره را به هزینه دولک 50 هزار افغانی خریداری وجهت اعمار مکتب ذکور حمیدی در اختیار ریاست معارف آنولایت قرار داده است تا اطفال قریه متذکره از تعمیر اصلی و مجهز مستفید گردند.


وزارت معارف کشور ضمن سپاس گذاری از اقدام نیک این هموطنان ما، ازسایر هموطنان می خواهد تا با مساعدت شان معارف خورد را یاری رسانند.



په كندهار كې د ميرويس نيكه شپې ليسه هم پرانيستل شوه


كندهار


د چنګاښ۲۷مه


په كندهار ښار كې د ميرويس نيكه شپې ليسه چې دا مهال شاوخوا شپيته تنه زده كونكي لري تيره پنجشنبه د چنګاښ په ۲۵مه د كندهار د والي او د پوهنې رياست د مسؤلينو لخوا رسماَ پرانيستل شوه.


د ميرويس نيكه شپې ليسه چې په كندهار ښار كې دوهمه شپې ليسه ده اوس مهال يې يوازې منځنۍ دوره فعاله ده.


د دغه ولايت د پوهنې رياست مسؤولين وايي په پام كې لري په روانه اونۍ كې د زرغونې شپې ليسه او دغه راز په سپين بولدك كې هم ورته ليسه رامنځ ته كړي.



پنځو تنو ته د فضيلت دستارونه ور وتړل شول


د پكتيكا ولايت دارګون ولسوالي دمركزى دارالحفاظ پنځو تنو د قران حافظانو ته د فضليت د ستارونه د چنګاښ په۲۷ مه وروتړل شوه.


هغه غونډه چى د همدى امله د نوموړى مدرسى په ا نګړ كې جوړه شوى وه سلګونو ديني عالمانو، د پوهنې رياست مسؤلينو او قومي مخورو برخه اخيستې وه غونډه دقران عظيم الشان په مباركو آياتونو پيل ورپسى څو تنو دينى علما دموضوع په اړوند خبرى وكړى او فارغه شويو قاريانو ته يي د هيواد او خلكو ته د خدمت په موخه دوعا وركړل شوه.


د يادونى وړده چى نوموړى دارالعلوم په ۱۳۷۲ كال كى تأسيس شو چى تر اوسه يى ۲۸۰ تنه دقران حافظان وټولنى ته وړاندى كړى.