کور / راپور / د ميرمن كلتوري_ټولنيز بهيرد ۵۲مې غونډې رپوټ

د ميرمن كلتوري_ټولنيز بهيرد ۵۲مې غونډې رپوټ

د ميرمن كلتوري ټولنيز بهير ۵۲ غونډه د شنبې ورځې د سرطان په ۲۰ نيټه د ۱۳۸۸ لمريز كال چي د کال۲۰۰۹جولاي ۱۱ سره سمون خوري د پوهني وزارت په شپږم پوړ كي د ګڼ شمير خوندو په ګډون تر سره شوه د غونډي كوربه چي راحله نوري وه او د جمیلي په رياست مخته لاړه د غونډي ځانګړي میلمه تکړه کیسه لیکوال ، ژورناست او خوږژبی ویاند ايمل پسرلي و .

د غونډې لومړۍ برخه د كره كتنې وه چې د توبا ندا ساپۍ له خواد( سور ګل په ډېران کې) په نامه يوه كيسه ليكل شوي وه او كره كتنې ته وړاندي شوه ، دکیسې بشپړ متن دادی:

سور ګل په ډېران کې


څوارلس کلنه زرلښته له نورو مخکې ډېران ته ورسېده. خپله تشه بوجۍ يې پر ځمکه وغورځوله . ژر ژر يې د کاغذونو او تشو اوسپنيزو قوطيانو په راټولولو پيل وکړ. هغه له دې کار سره ښه بلده وه. لا ډېره کوچنۍ وه چې له خپلې مور سره به په ډېرانونو گرځيدله . اوس يې مور ناروغه وه . دا به يوازې ډيران ته راتله.

زرلښتې د کاغذونود ټولولو پر مهال څو څو ځله سر پورته او شاوخوا به يې وکتل . يو ځل يې سوړ اسويلی وکاږه . دژبې لاندې يې وويل: دا خان چېرته ورک شو.

خان يې همځولى و. هغه هم د زرلښتې په شان په ډېرانونو کې کاغذونه ټولول . د لومړي ځل لپاره يې د مکروريانو په همدې ډېران کې له هغې سره ليدلي و.خان يوه کچره درلوده . کله چې به د زرلښتې بوجۍ درنه شوه بيا به خان د هغې بوجۍ له خپلې بوجۍ سره يو ځای پر کچره بار او تر يو ځای به يې ورسره وړله .

څو موده کېده چې د خان په لږ ځنډ به د زرلښتې زړه تنګېده . ټوټه وچه ډوډۍ چې به يې له کوره راوړله ، ترڅو چې به يې نيمه خان ته نه وه ورکړې او هغه به نه وه خوړلې دې به پخپله نه خوړله . له ډېران نه د تلو په وخت کې به يې خپل يوه برخه قوطيان د خان له قوطيانو سره يو ځای کول .

زرلښتې په يوۀ لاس د بوجۍ خوله نيولې وه . په بل لاس يې يو يو کاغذ بوجۍ ته غورځوه. نا څاپه يې يوې نجلۍ ته پام شو . نجلۍ د څنګ بلاک له اول دهلېز نه راووتله. داسې ښکارېده لکه محصله چې وي . اوږده سپينه لمنه او جمپر يې اغوستي وو. وېښتانو ته يې ژېړ رنګ ورکړی و. تورې غټې عينکې يې پر سترګو وې . نجلۍ د بلاک اړخ ته ، باغچې خواته روانه شوه . د بلاک مخې ته يو هلک ولاړ و. توره دريشي يې اغوستې وه. په يوه سپين کورولا موټر يې څنګ لګولی و. هلک د نجلۍ په ليدو بې له دې چې شاوخوا ته وګوري هغې پسې روان شو.د باغچې شاوخوا ګڼې ونې او بوټي وو. هلک او نجلۍ د يوې ونې لاندې سره مخامخ شول . زرلښتې له ډېران نه هغوی څارل.

هلک له خپل جېب نه يو سور ګل واېسته . نجلۍ ته يې ونيوه . ورسره يې کوم څه وويل . نجلۍ په ترديد ګل واخيست. د هلک سترګو ته يې يو ځغلنده نظر واچاوه . بې له دې چې څه ووايي په بېړه له باغچې ووتله.د زرلښتې سترګې لا هم باغچې ته وې چې د خان غږ يې تر غوږو شو.

_ زرلښتې څه خبره ده ولې داسې حيرانه ناسته يې؟

_ هسې.

_ تر اوسه دې ولې دومره لږ کاغذونه ټول کړي دي؟

_ خير دی ټول به يې کړم خو يوه خبره وکړم؟

_ هو!

_هغه مخامخ ونه وينې ؟ مخکې هلته يو هلک يوې نجلۍ ته يو سور ګل ….. د زرلښتې خبره لا ختمه شوې نه چې دې وخت کې يو ماشوم خپل د کثافاتو سطل ډېران کې چپه کړ.د خان پام هغې خواته ته شو . د زرلښتې وروستۍ خبرې ته يې پام نه شو.

زرلښته بې له دې چې نور څه ووايې د کثافاتو په اړولو رااړولو بوخته شوه . ورځې په تېرېدو وې خو د زرلښتې هغه د ګل ورکولو صحنه نه وه هېره . د هغې په زړه کې و چې ولې خان هغې ته ګل نه ورکوي. هغې څو څو ځله په يوه نه يو ډول غوښتل هغه کيسه بيا بيا خان ته وکړي خو خان به د هغې خبرو ته پام نه کاوه .

يوه ورځ چې زرلښته ډېران کې د کاغذونو په ټولولو بوخته وه ناڅاپه يې د تحفې يو مروړل شوي کاغذ ته پام شو چې په ډېران کې پروت و. هغې کاغذ پورته او پرانيسته . د کاغذ په يوې برخې کې سور مصنوعي ګل سرېښ شوی و. زرلښته د ګل په ليدو مسکۍ شوه . هغه يې واخيست . له ځانه سره يې وويل: څه کېږي چې خان ماته ګل رانه کړ زه يې ورکوم. هغه په بېړه له ځايه پورته شوه. خپل زوړ او سوری سوری ټيکری يې وڅنډه بيا يې پر سر کړ. د خپل کميس له جېب نه يې د هېندارې يوه ټوټه او يو مات لبسرين وايستل . خپلې شونډې يې په نا منظمه توګه سرې کړې . خپل اننګي او د سترګوشاوې يې هم لږې سرې کړې. ګوتې يې په پېکي کې بندې کړې چې سم يې کړي. دا کار شونی نه و. ويښتان يې داسې سريښ وو چې تابه ويل په اونيو اونيو يې نه سر وينځلی او نه يې شانه کړی دی. هغې يو ځل بيا ځان په هېنداره کې وليده. خړو سترګو يې عجيبه ځلا پيدا کړې وه . اوس ورته ځان د مخکې په شان خيرن نه ښکارېده . پر شونډو يې د رضايت مسکا خپره وه . سترګو يې د يار لار څارله . د خان په راتلو سره زرلښته په بېړه ودرېدله. ګل يې شاته پټ کړ .خان چې له خپلې کچرې د ښکته کېدو په حال کې و بې له دې چې زرلښتې ته وګوري ويې ويل:

– څنګه داسې نېغه ولاړه يې کار دې لکه چې خلاص شو؟

– کار مې پاتې دی وبه يې کړم خو غواړم اول تاته يوشی درکړم.

– ښه نو ژر شه راکړه څه دي؟

زرلښتې بې له دې چې څه ووايې سور ګل يې خان ته ونيوه.

د خان ټنډه تروه شوه . ګل يې له زرلښتې واخيسته. لرې يې وغورځاوه او ورسره يې وويل:

– دانو څه شی دی؟ ما ويل نن به دې راته د غوړيو کوم غټ ټيم يا کوم بل شی پيدا کړی وي. قيمته به خرڅ شي. په دې ګل نو څه وکړم؟

زرلښتې بې له دې چې د خان خبرو ته يې پام شي سترګې يې د ډېران پرمخ پراته ګل ته ونيولې. شېبه وروسته بې له دې چې څه ووايې خپله تشه بوجۍ يې پورته کړله. په رېږدېدليو ګامونو کورخواته روانه شوه.بيا هيڅ کله دې ډېران ته رانغله.


په كيسه باندي زياتو خويندو خپلي څرګندوني وکړې رابعه غرشين وويل كيسه ډيره ښكلي وه او د كيسي هري برخي زمونږ له ټولنې سره تړاو درلود همدا راز جمیلي جاني وويل چې كيسه ډيره خوندوره وه او اغلي ندا په ډير ښكلي انداز سره هم ولوسته په همدي ډول سپوږمۍ نوري وويل چې د كيسي عنوان ښكلی دی او د عنوان په كتلو سره انسان ته تلوسه پيدا كوي د نظرياتو نه وروسته اغلي ندا د خپلي كيسي په اړه وغږيده او ویې ويل چي زماکیسې نيمي نمګړتياوې لري خو هڅه كوم چي ښكلي كيسي وليكم همدا راز اغلي تورپيكي مومند وويل كيسه زما ډيره خوښه شوه كيسه ډيره ښه وه اضافي خبري پكي نه وې جملې يې لنډې او پر مفهومه وې.

ورپسې ایمل پسرلي کیسه وارزوله دکیسه لیکلو په اړه یې په زړه پورې اوږدې خبرې وکړې او دمیرمن بهیر دغړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د غونډي دوهمه برخه په كاري مسايلو وه چي رابعه غرشين دماشومانولپاره يو كتاب ژباړلي وه همدا راز توبا د ځلا مجلي په اړه وويل چي بايد خویندي چي په هره برخه كي غواړي خپل مطالب راوړي او نور دا چې بايد خویندي ويپ پاڼي ته هم مطالب راوليږي د غونډې دريمه برخه مشاعره وه چي ګن شمير خویندو په كې ګډون كړي وه چي هر يو سپوږمۍ نوري ،وږمې، نظيفه نيازي ، تورپیكي مومند ، راحله نوري ، جميله كاكړ ،ملالۍ،ګلالې،مرضیه امین، رابعه غرشين ،پاریسه خزان،پروین، ښكلا مومند او داسي نور . دغه راز دپکتیا ولایت له یوه کلي څخه ځوانې شاعرې پیغلې ښکلا پکتیاوالې د ټیلیفون په کرښه دمیرمن بهیر غړو ته خپل شعر واوراوو.

د غونډي په پاي كي د پغمان مجلي يو يو ټوك ټولو خويندو ته وويشل شول او دپغمان مجلې له ادارې څخه په مننې سره ، وپتییل شوه چې دمیرمن بهیر غړې پغمان مجلې سره دمطالبو په چمتو کولو کې مرسته وکړي ، غونډه د مازيګر په څلور نيمو بجودمازدیګرنۍ په خوړلو سره پاي ته ورسيده د يادونې وړ ده چې مېرمن کلتوري ټولنيز بهير هره شنبه د ماسپښين په دوه بجو د پوهنې وزارت په کلوپ کې غونډې کوي.