کور / تازه خبرونه / د کليو او پراختيا وزارت: ۹پروژې ګټي اخستني ته چمتو شولې

د کليو او پراختيا وزارت: ۹پروژې ګټي اخستني ته چمتو شولې

دکليو د بيا رغونى ا و پراختيا وزا رت د ملى پيوستون پروگرام (9) پروژى پدى ورستيو کى دبغلان په ولايت کى گټى اخستنى ته چمتو شوى .

د دى ولايت د ملى پيوستون پروگرام د مسوولينو د وينا له مخى پد ى پروژو کى د (57) مترو په اوږدوالي دڅښاک داوبو د(7) زيرمو جوړول ،د(127) مترو په اوږدوالي داوبو لگولو د کانال جوړول ، د (12) مترو په اوږدوالي ديوه استنادي ديوال جوړول ،د (6) پل گوټيو جوړول د(2400) مترو په اوږدوالي دسرک تيميم او شگي اچول دڅښاک داوبو د(28) څاگانو کيندنه او دښځو لپاره دخياطي ددوه وو کورسونو دايريدل شا مل د ى .

يادى شوى پروژى د بغلان ولايت د تاله او برفک ،خوست ،اندراب ،بغلان کهنه، خنجان ،نهرين ،بغلان جديد ، اندراب خواجه هجران ،جلگه په ولسواليو د (7469000) افغانيو په لگښت د ملى پيوستون پروگرام له بودجى او په سلو کى لس دکليوالو د ونډى په شمول بشپړى ا و له هغه نه څه د پا سه (1308) کورنى ترينه گټه اخلى .