کور / تازه خبرونه / دهواخرابوالي دافغان حاجيانو لېږد نو هم وځنډاوه

دهواخرابوالي دافغان حاجيانو لېږد نو هم وځنډاوه

په افغانستان كي دهوا دخرابوالي له امله له سعودي عربستان څخه دافغان حاجيانو دراوړلو پروسه ديولنډمهال لپاره ودريده . دغه څرگندوني په جده كي دكا م اير هوايي شركت  استازي احمد منير غورځنګ ويبپاڼي  ته وكړي .
نوموړي وويل چي په كابل، هرات اوبلخ  ولايتونو كي دواوري د وريدو له امله د دوي الوتكي نه شي كيناستلي له دي امله يي ديولنډ وخت لپاره پروازونه درولي دي .



داپه داسي حال كي ده چي همدا اوس د 800 په شاوخاكي حاجيان د جدي په هوايي ډگر كي هيواد ته دتلو په انتظار دي .



دكام اير  استازي وايي: کله چي دوي  دهوا دخرابوالي راپور ترلاسه كړ نو دحج   او اوقافو وزارت  مسوولينوته يي احوال وركړ ترڅوحاجيان هوايي ډگر ته رانه ولي، خو له دي سره سره هغوي زيات شمير كسان راوستلي دي او په هوايي ډگر كي پراته دي .


 



نوموړي ويل چي په هوايي ډگر كي په انتظار حاجيانو كي داسي كسان هم شته چي په لوی لاس جنجال كوي.
خو په مكه مكرمه كي د حج او اوقافو وزارت د بعثه كميټي چارواكي وايي چي څه وخت چي کام اير دوی ته احوال ورکړ هغه وخت دوی حاجيان هوايي ډګر ته لېږلي وو.  
داپه داسي حال كي ده چي افغان حاجيان شکايت کوي او وايي چي د نه لېږدولو له امله يې ټولي ورسره پيسې لګولې دي او نور له پيسو خلاص شوي دي.


بله خوا افغان ژورناليست ښاغلي سمېع يوسفزي د لراوبر ډاټ کام له خوا پر خپرو شويو خبرونو نيوکه وکړه هغه وويل : موږ دلته په ډير سخت حالت کي يو او ډيري ستونزي لرو ، هغه د کام اير شرکت او افغانستان د حج او اوقافو له خوا پر ټاکل سويو مسولينو هم نيوکه وکړه چي ددوی ريښتنی انځور مطبوعاتو ته نه ورکوي .



خو دكام اير شركت چارواكي وايي چي د حاجيانو د لېږد لپاره يې يوه لويه ديستن الوتكه  نيولي چي له 300 نه زيات كسان  لېږدولای شي . د دوي په وينا دهوا دښه كيدوسره سم به دغه الوتكه الوت پيل كړي . دا په داسي حال کي ده د کام اير مسولينو پرون لراوبر ويبپاڼي ته وويل چي په راتلونکو ۱۵ ورځو کي به ټول افغاني حاجيان خپلو کورونو ته ورسوي ، هغوی ويلي وو چي هره ورځ به زر تنه افغان حاجيان افغانستان ته وليږدوي .