کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دترياکو کښت بند، سوداګري روانه ( د نوزادي ليکنه )

دترياکو کښت بند، سوداګري روانه ( د نوزادي ليکنه )

حاجي محمد نوزادي


داهم هغسې بلاده


د محترم بشارت په قلم مې ېو مضمون  ولوست او په هغه کې هغه ټکې په ګوته سوېوه چې زه ېې دې خبرې ته اړ کړم تر څو د ګرانو لوستونکو سره دا بلا د هغې بلا سره پرتله کړم چې د طالبانو درژېم په وخت کې پر دې خوار او بېچاره ملت باندې په عمدې توګه نازله سوه او د بشرې ناورېن سبب وګرځېده .


 


دډېرو وطنوالو داخبره ډېره ښه په ېاد ده ځکه چې ډېرو هغو خلګو چې په پور او سلم ېې د خپلو اړتېاؤ د لېرې کولو په خاطر د سود خوړونکو څخه چې دد کار په هکله په شرېعت کې څه حکم کوې، سلمونه کړېوه او بېا ېې د خپلو غاړو د خلاصولو په خاطر و سود خوړونکو ته خپل هغه څه ( د کور شتمنې او مځکه ) ورکړه ، خو د ډېرو لاړې په تېرې نسوې . خبره دې سرحد ته ورسېده چې ځېنو خلګو خپل اولادونه ورکړه ، خو بېا هم پور ادا نسو خبره نو بالاخره د کور او وطن پرېښوولو ته اړ سوه چې اوس ډېرې کورنې دهمدې غم او بلا د لاسه دخپل ټاټوبې څخه لېرې په پردېو ملکونو کې ورځې او شپې سبا کوې او د سود خورو د لاسه خپل کورته نسې راتلاې.


 


.ګران لوستونکې به حېران پاته سې چې دا بلا او اافت کوم افت ؤ چې زموږ پر ګرانو وطنوالو ېې داډول کړاونه راوېستل ؟ نو ګران لوستونکې په انتظار کې نه پرېږدم . دا هغه افت ؤچې د طالبانو د رژېم په وخت کې د ترېاکو کښت بند سو ،خو د ترېاکو سوداګرې په پوره درز سره روانه وه .


 


کاشکې د ترېاکو کاروبار په تمامه مانا بند سوې واې چې ونسوه.کله به دا امکان برابر سې چې ددې کاروبار مکمله څېړنه وسې او د هغو کړېو واقعې څېره برملا سې چې ددې کاروبار څخه ېې ګټه اخېستله او د خپلې شخصې ګټې په خاطر ېې وطن ته اور واچاوه. داهغه وخت ؤ چې تر عامه ګټو و شخصې ګټو ته په درنه سترګه کتل کېدل . په دې چاېنل کې ډېرو داخلې او نړېواله وطن دښمنه کړېو لاس درلود.


 


دا خبره هم د ټولو وطنوالو ښه په ېاد ده چې خلګو د خپل ژوندانه ډېرې معاملې د ترېاکوپه راکړه ورکړه سره کولې .د ترېاکو په خرڅولوسره به ېې خپل د کور اړتېاوې پوره کولې او که چېرې ترېاک به ېې نه درلودل ،نود ترېاکو په سلم به ېې د سود خورو څخه په سلم پېسې اخېستلې.هغه وخت دترېاکود ېوه کېلو د سلم جګه بېه دوه نېم زره   (2500) افغانۍ وې. دا ډول کارونه ېو عام رواج ګرځېدلې ؤ . ېعنې ترېاک ېو داسې محصول ؤ چې د هرې بلا خولې ته ېې اچول او د پور د ضمانت وړ توکې ؤ.په هغه وخت کې د ترېاکو د ېوه کېلو سلم په اوسط ډول د دوه نېم زرو(2500) افغانېو په شاوخواکې ؤ ،خوکله چې د ترېاکو کښت بند کړاې سو ، د ترېاکو دخرڅلاو بېې داسې زور واخېست چې د بېو کچه په ډېره کمه موده کې وهغه سرحد ته ورسېده چې ېو کېلو ترېاک په ( 55000) خرڅېدل. نو اوس قضاوت  وکړې . کله چې ېوچا دمثال په توګه دلسو کېلو ترېاکو سلم کېلو په ( 2500) کړې ؤ ،او د ترېاکو بېه کېلو و (55000) ورسېدله . نو بېچاره پوروړې مجبور ؤ چې د 25000 د سلم د ادا کول په خاطر د 550000 افغانېو ترېاک رانېسې . دا ېوه بلا وه چې پر خوار ملت باندې نازله سوه.


 


  اوس وېنو چې د اولېه موادو بېه اسمان ته ختلې ده او نوره هم مخ په وړاندې ځې او دا ځکه چې د بېو د کنترول هېڅ ډول مېکانېزم وجود نلرې .اوس ګټه هغه څوک وړې چې اولېه مواد ېې انبار کړېدې او په خلاص لاس ېې بازار ته عرضه کوې .


 


دډاکتر څخه چا پوښتنه کړېوه چې ډاکتر صاحب څه حال دې؟ ډاکتر ورته په ورېن تندې  ووېل ،چې شکر د خداې (ج) فضل دې مرېضان ډېر دې .


 


نو اوس دې ګران لوستونکې قضاوت وکړې چې کله چې ېوه چاته په ازاد بازار کې داسې شراېط په لا س ورسې چې پېسې پرېمانه ولرې او د پېسو د راټولو سرشاره سرچېنې ېې په لاس کې وې او د بلې خوا هېڅ ډول کنترول وجود ونلرې او خپلې شخصې ګټې تر عامه ګټو معتبرې وګڼې ، نو نتېجه به ېې هم داوې چې دا هغه بله بلا ده چې همدا اوس خوار ملت ورسره لاس او ګرېوان دې.


زما وړاندېزونه دادې چې :


 


  حکومت باېد داسې اقتصادې پروګرام طرح کړې چې :


 


·     د بزګرانو د غلو دانو د کرلو د پاره هغه ارګانونه( کرېډټ ورکونکې او د تولېدې موادو برابرونکې) فعاله کړې سې چې هغو ته تولېدی مواد په مناسب پور ورکړې او په اخرنې تحلېل کې باېد د تولېد د لګښتونوبېه راکښته کړې او د بلې خوا داسې ارګان مېنځ ته راسې چې د بزګرانود محصولاتو د پلورلو د پاره داخلې او نړېوال  مناسب بازار پېدا کړې.


·     د کر هڼې په سکتورکې باېد پانګه وال وهڅول سې چې د کرهڼې د محصولاتو د تولېد ،پروسس او بازار پېدا کولو په درو واړو برخو کې پانګه واچوې او زموږ کرهڼېېز محصولات باېد په خام شکل و بهر ته صادر نسې .


·     دولت باېد داسې ارګان ولرې چې د بزګرانو سره د قرارداد په شکل دهغو اضافې کرهڼېز تولېدات  رانېسې او په خپلو زېرمو کې ېې وساتې او د نرخ د کنترول د پاره ورڅخه کار واخلې .


 


که چېرې دولت دغه او ددې مشابه لارې چارې په خپل اقتصادې پروګرام کې په نظر کې ونېسې ، په دې صورت کې کېداې سې چې بزګران د ترېاکو د کرلو څخه لاس واخلې او د هغو پرځاې د غلو دانو او نورو کرهڼېزو محصولاتو د تولېد خواته مخه کړې . که چېرې دا کار ونسې ، نوبه دغه اش او دغه کاسه وې .بزګران به ترېاک کرې او دولت به هغه چپه کوې نتېجه ېې ددواړو خواؤ تاوان د ملت تاوان او د خلګو خوارېدل دې