کور / نثر / د شنو سترګو هلکه!!

د شنو سترګو هلکه!!

د هلکانو د بې لارئ لاملونه


 نړۍ اونيزه
ځينې شاعران، سندرغاړي او دمجلو چلوونکي په ټولنه کې د هلکانو روزګار ته تبليغ کوي او په لوى لاس ځوان نسل دې ته هڅوي، چې په ورانو لارو د مزل موزې په پښو کړي.
لواطت د ځمکې پر مخ ډېره زړه نيله لري، د لوط (ع) د قوم د تباهئ لامل همدا و، چې دا ناوړه ناروغي پکې عامه وه.
زمونږ په افغاني ټولنه کې هم ياده ناروغي هره خوا خوره ده، دا چې څنګه او ولي هر نسل دا ناروغي لري؟ نو لاندې خبرې به تر ډېره د همدې پوښتنې پر ځواب راڅرخي.
ډېر خلک په دې اند دي، چې ياده ناروغي ارثي بڼه لري، دوى دليل راوړي، چې دا يو ميراثي کسب دى، په دې مانا چې کله يو هلک خپله دوره خرابه تېره کړي او بيا داسې وخت راشي، چې د نوموړي بازار سوړ شي، نو هڅه کوي چې خپل پورونه راغونډ کړي او دا کار نوموړي ته ځکه اسانه وي، چې د خپل دور ډېرې ژوندئ تجربې ورسره وي.
د لار ورکو هلکانو له ډلې ډېر داسې کېږي، چې ناروغي يې عمري وي او بيا نه شي کولاى چې خپل عادت پرېږدي، دا ډله په پاکستان کې په ځانګړې نامه يادېږي، چې هلته يې شمېر د نورو سيمو په پرتله لوړ دى.
يوه بله خبره هم پورته پوښتنه رڼولاى شي، په پښتو کې يو متل له ډېره وخته کېږي: ( چې څنګه ګرځې هسې به پرځې) تاسې لږ فکر وکړئ!!… چا چې د نورو بچي بې لارې کړي، نو ډېر ژر يې خپل خواږه پچي په هماغه ناوړه ناروغئ اخته شوي دي.
دې سره تړلې يوه کيسه مې ډېره پخوا لوستې وه، چې ( دشپې پېښې) نومېده، په هغې کې يو سړى له يوې پردئ ښځې سره چې خاوند يې په فوځ کې وي ناروا اړيکې نيسي، هره شپه له خپلې ښځې په يوه بانه وځي او پاتې شپه تر سهاره له هغې پردئ ښځې سره تېروي.
يوه شپه دا سړى په نيمه شپه خپل کور ته د تګ اراده کوي، سړى له لږ مزل وروسته د خپل کور وره ته رسي، دننه په کور کې يې د چا خبرې تر غوږو کېږي، سړى شکمن کېږي او د دې پر ځاى چې د کور دروازه وټکوي په دېواله کور ته اوړي…
سړى ډېر ورو ورو ځان له دېواله لاندې اچوي او په تياره تياره کې ځان د هغې خونې کړکۍ ته رسوي، چې رڼا پکې لګېدلې ده او د دوو کسو خبرې ترې اورېدل کېږي.
دغه سړى چې څو شېبې وړاندې د يوې پردئ ښځې له څنګه راپورته شوى وي، هغه وخت خپل حواص له لاسه ورکوي، چې خپلې ښځې سره يو ناپېژانده کس پر کټ غځېدلى ګوري…
د ډېرو هلکانو د بې لارئ په لاملونو کې يو لوى دښمن د هغوى خپل ښايست دى، پابندې کورنئ له دې بېلې دي، په يادو کورنيو کې هلکانو ته دا وخت په ګوتو نه ورځي، چې د ناوړه خلکو سره ناسته ولاړه وکړي.
پورته ناوړه پېښې په هغو کورنيو کې ډېرې ليدل کېږي، چې مشران يې د پيسو په ګټلو پسې ورک وي او په کور کې د هلکانو د لارښوونې څوک نه وي پاتې، يا هغه کورنۍ چې مشران يې په ( دورو) بوخت وي، نن په لغمان کې، سبا په لنډه بوچ کې، بله شپه په خوګياڼو کې او…
دغسې کورنۍ نه شي کولاى چې هلکان سالم وروزي، ياده ناوړه ناروغي تر ډېره په همداسې کورنيو کې ليدل کېږي.
په دې هم فکر پکار دى، چې هلکان کله او څنګه لار ورکوي؟
هغه وخت چې هلکان د ښوونځي د تلو شي، نو ډېر ساعتونه له کورنۍ لرې تېروي، په دې ټول وخت کې د کورنۍ غړي په دې نه خبرېږي،  چې هلک به په ښوونځي کې وي، که نه له ښوونځي دباندې به نورو هلکانو سره په نورو چارو بوخت وي؟
هلکان په همدغه موده کې لار ورکوي!!
د ماشومانو د روزنې په يوه کتاب کې په دې ډېر ټينګار شوى، چې د کورنۍ غړي بايد د ماشوم په روزنه کې له ښوونکو سره پوره همکاري وکړي، ښوونکو سره د کورنۍ د غړو همکاري دا ده، چې له ښوونکو سره پرله پسې اړيکې ولري.
زمونږ په ټولنه کې د ماشومانو رزونه تر ډېره ښوونځيو ته ورپاتې ده، د کورنيو غړي له ښوونکو سره هېڅ ډول همکاري نه کوي، په داسې حال کې چې د ښوونيزو ادارو معيار هم تر دې اندازې لوېدلى، چې ډېرى زده کوونکي د ښوونځيو پر ځاى په بليارد، ويديوګيم او د بدعملئ په نورو مرکزونو کې حاضري لګوي، چې نه ترې د کورنئ غړي خبرېږي او نه هم ښوونکي.
د ښوونيزو ادارو همدا لوېدلې بڼه ده، چې نن سبا زده کوونکي له ځانونو سره ښوونځيو ته تمانچې، چړې او نور خطرناک توکي وړي.
د دې لامل دا دى، چې دا مهال په ښوونيزو ادارو کې داسې کم عمره هلکان د ښوونې دنده پر غاړه لري، چې نه شي کولاى زده کوونکي په ښه توګه وروزي.
په هر حال… الله پاک دې زمونږ ټولنه له دې ناوړه ناروغئ وژغوري، اوسنيو نسلونو ته کفري نړۍ د بې لارئ ډېر وسائل، لکه ځينې مبايل سيټونه، نېټ، کېبل او…رامنځ ته کړي، دغه ياد هرڅه فلم دى که ډرامه، په ټولو کې د ځوانو نسلونو د بې لارئ هڅې کېږي.
هېڅوک نه شي کولاى، چې د ځوانو نسلونو پر ضد د بې لارئ  د راولاړو شوو څپو مخه ونيسي، ځکه کورنيو د بې لارئ وسائل په خپل لاس د خونو منځ ته وړي، نو څوک به د بې لارئ د څپو مخه ډب کړي؟؟
بايد ياده کړو چې په افغاني ټولنه کې د هلک او هلکبازئ ريښې ډېرې ژورې او پخوانئ دي، پخوابه د افغاني ټولنې ځينو پاړکو دهلکانو د ساتلو ډېر شوق لرلو، اوس هم د ټولنې يو شمېر پاړکي د مړزانو او نورو مرغانو ترڅنګ هلکان ساتي؛ خو ازاده سودا او شوق يې اوس له بل هر وخت نه ډېر دى، چې ځينې شاغران، سندرغاړي او د مجلو چلوونکي ورته د تبليغ دنده پر غاړه لري، لکه هغه يو شاعر چې وايي:
( دشنو سترګو هلکه!!…)