لراوبر ته په تازه رسيدلي خبر کي ويل سوي چي د ننګرهار او پېښور پر لويه د تورخم پر سيمه ځانمرګی بريد وشو چي د لومړنيو خبرونو تر مخي پنځه تنه افغان افسران وژل سوي او يو شمير نور سخت ټپيان دي ، پېښه د ډيورنډ کرښي څخه پنځوس متره ليري سوې ده .
دا پېښه لس دقيقې مخکي ترسرها سوه ، پړه يې تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخستې ، دولتي چارواکي وايي په دې اړه پلټني کوي .