د ازادۍ راډيو څخه په مننه
په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره د افغانستان روانه وضعه څیړلې او پدې اړه شته اندیښنې يې راخستي دي.
اراده:
دې خپلواکې ورځپاڼې د افغانستان په روانو جنګونو کې د بهرنیو ځواکونو مرګ ژوبلې ته کتنه کړې او د امریکا د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد يې لیکلي دي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په مرګ ژوبله کې بې څارې زیاتوالې راغلې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د طالبانو لخوا د نیول شوي امریکايي سرتیري برخه لیک ته کتنه کړې او هغه يې د واشنګټن لپاره یو جدي چلنج بللې دې.
ورځپاڼې به یو جلا څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د ناټو او امریکا سیاستونو ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې دوی له بشپړې ماتې سره مخامخ دي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي، چې په افغانستان کې روانو حالاتو د لویدیځ د مشرانو ټول اهداف غیر واقعي تعریف کړیدي.
هیواد:
هیواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لوګر ته د ولسمشر د ناببره سفر خبر ورکړې او لیکلي ديو چې ښاغلي کرزي پرون په محمد اغه کې د وروستۍ پیښې د قربانیانو له کورنیو سره ولیدل.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراګانو راروان انتخابات د افغانستان د شتو ستونزو د حل یوازنۍ وسیله بللې او لیکلي دي، چې ټوله پاملرنه باید انتخاباتو ته وشي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په سیمه کې د ثبات د ټیبنګښت لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ همغږي ضروري بللې ده.
ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغان ولسمشر حامد کرزي دا سپارښتنه راخستې، چې لویدیځ دې د افغانستان لپاره نوی ستراتیژۍ وړاندې کړي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د ښاغلي کرزي په حواله لیکلي دي فکر نه کوي، چې د سرتیرو په شمیر کې له زیاتوالي سره د افغانستان ستونزه اواره شي، بلکه د ترورزم د ماتې او د سولې د ټینګښت لپاره د نورو لارو چارو موندلو ته اړتیا ده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د لیلي په دښته کې د طالبانو د ډله ایزې وژنې په اړه د امریکا وروستي دریځ ته په اشارې لیکلي دي، چې طالبان د جنرال دوستم د محاکمې په شرط له امریکا سره خبرو ته تیار شویدي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعې په اړه د ځینو کړیو دا څرګندونې، چې وايي ګواکې ددې نا امنیو ترشا د دولت لاس دې له لمسون نه ډکې بللي دي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې لیکلي دي، چې د امریکا ددفاع وزیر خپلو ځواکونو ته د یو کلن الټیماټم د ورکولو ترڅنګ ویلي دي، چې د افغانستان له جنګ نه ټول ستړي شویدي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د امریکا او برتانیې ترمنځ د اختلافاتو خبر ورکړې او دا يې لیکلي دي، چې امریکا هڅه کوي برتانیه په افغانستان کې یوې انزوا ته راکاږي.
په ورخپاڼه کې په هیواد کې د اصلاح شویو تخمونو د تولید د پروګرام پیل ته په اشارې لیکلي دي، چې د غلو د تولید له پلوه د افغانستان په ځان بسیا کیدل ناممکنه نده.
اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روانو حالاتو ته کتنه کړې او بیلابیلې تبصرې يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې د وسلوالو مخالفینو وروستیو خوځښتونو ته په اشارې د انتخاباتو په درشل کې د امنیت د ټینګښت لپاره امنیتي سکتور ته د پاملرنې غوښتنه کړې.
خو اصلاح بیا کابل ته د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر سفر او د هغه څرګندونو ته په اشارې لیکلي دي، چې د ترهګرو ریښې په پاکستان کې دي او که چیرې پاکستاني مشران له هغوی سره د مبارزې لپاره ملا وتړي نو له سیمې څخه به د ترهګرۍ څادر ټول شي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پاکستان د کورنیو چارو ددې څرګندونو په اړه، چې په پاکستان کې نیول شوي نوي سلنه ترهګر افغانان دي د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت غبرګون راخستې، چې هغه يې په کلکه رد کړیدي.
ورځپاڼې په کابل کې د جمهوري ریاست دکاندیدانو د همغږۍ د شورا په حواله لیکلي دي، چې ډیر ژر به د راې اچونې په زرګونو جعلي کارتونه رسنیو ته وښۍ.