.راتلونكي ولسمشرۍ ته نوماندحامدكرزي دكمپاين ددفتر وياندوحيدعمرهمداڅوشيبې مخكې لراوبرته وويل چې دمناظرې دمهالويش اودكېدوپه اړه به ولسمشركرزى خپل دريځ سباددوشنبې په ورځ اعلام كړي ،عمرپه دې اړه څه ونه ويل چې دامناظره به له چاسره اوپه كومورسنيوله لاروڅخه وشي .ياده دې وي چې دولسمشركرزي لپاره په ټولو نوماندانوكې دمګړى ډاكتراشرف غني احمدزى اوډاكترعبدالله ترنورومخكې سيالان دي چې دروان كال دچنګاښ په ۲۹ مه به داڅرګنده شي چې څوك دافغانانولخوادولسمشرۍ څوكۍ ته غوره كوي .