کور / تازه خبرونه / بېړنی خبر : په کندهار کي د ايتلاف څرخکه راوغورځيده

بېړنی خبر : په کندهار کي د ايتلاف څرخکه راوغورځيده

نن په کندهار کي د ناټو اوايتلاف ځواکونو اړوند يوه څرخکه الوتکه راوغورځيده ، په پېښه کي لږ تر لږه درې تنه بهرنيان وژل سوي او يو شمير نور ژوبل سوي دي .


له کندهاره د ناټو مطبوعاتي دفتر د څرخکي راغورځيدل تاييد کړل خو د وژل سوو او ژوبل کسانو هويت يې څرګند نه کړ .  د ناټووياند وويل چي څرخکه د کندهار هوايي ډګر په شاوخوا کي د تخنيکي ستونزو له امله راغورځيدلې ده .


بله خوا طالب وياند قاري يوسف په کندهار کي د لراوبر خبريال ته د ټيلفوني تماس په ترڅ کي وويل چي ياده سوې الوتکه ددوي د مجاهدينو له خوا ويشتل سوې ده .