28 سرطان 1388
دننگرها ر دسرخ رود په ولسوالى كي ديوښوونځی د ودانی بنسټ كيښودل شو
دننگرهار ولایت: نن دچنګاښ دمياشتي په ۲۸ نيټه، دننګرهار ولايت د سرخ رود په ولسوالي كى ديو لومړنى ښوونځي د ودانې دبنسټ ډبره دنوموړی ولايت دپوهني رياست د رئيس محمد اقبال عزيزي لخوا كيښودل شوه.
د نوموړى ښوونځي تعمير په پاخه او اساسی ډول په يوه پوړکی ديونيسف نړيوالى ادارى په مالى مرسته د ۸۵ زره امريکايي دالرو په مجموعی لګښت د ۶ مياشتو په موده كى جوړيږى چی ۸ درسی خونی ، ۴ ادارى خونى ، ۶ تشنابونه، داحاطى ديوار او نور ضروري ملحقات ولری.
د يادونی وړده چی د ياد شوى تعمير په جوړه ولو سره د۴۰۰ تنو زده كوونكو ستونزي د ښوونځي دنشت والي له امله ليرى شى.
ښوونكو او د ټولنيزو چارو كاركوونكو ته دوه ورځنى سيمينار جوړ شو
تخار
د چنګاښ۲۸مه
تخار: د تخار د مركز تالقان ۲۰ تنو ښوونكو او د كار او ټولنيزو چارو رياست يو شمير كاركوونكو ته نن د چنګاښ په ۲۸مه د دغه ولايت د معلولو اشخاصو د حقوقو او ټولټاكنو په اړه دوه ورځنى سيمينار پيل شو.
دغه سيمينار چې په ياد شوي ولايت كې د بشري حقوقو د سيمه ايز دفتر لخوا جوړ شوى دى موخه يې ګډونوالو ته د معلولو كسانو د حقوقو او انتخاباتو په اړه معلومات وركول دي.
دمیدان وردک په ولایت کی د دریو ښوونځيو ودانۍ پرانيستل شوى
دميدان وردك ولایت: نن د چنګاښ دمياشتي په ۲۸ نيټه، دميدان وردك ولايت د حصه دوم بهسود په ولسوالي كى دسرخ ديوار لومړنى ښوونځى ، خطاب راموز منځنۍ ښوونځى او د هلمند دليسى د ودانېو دبنسټ ډبرى دنوموړی ولايت دپوهني رياست د د مسئوولينو لخوا دپتى په پريكولو سره پرانيستل شوى.
د نوموړو ښوونځيو تعميرونه په پاخه او اساسی ډول په يوه پوړکی دكلى پراختيا وزارت دملى پيوستون دپرو ګرام لخوا د (۱۰۹۵۰۳۷۸) افغانيو په مجموعی لګښت د يو كال په موده كى جوړى شوى چی د هريو ښوونځی و دانۍ به ۸ درسی خونی ، داحاطى ديوار او نور ضروري ملحقات ولری.
د يادونی وړ ده چی د ياد شويو ښوونځيو د تعميرونو په جوړه ولو سره د نوموړو ښوونځيود زده كوونكو ستونزى دسرپناه دنشت والي له امله ليرى شى.
د لوگرولايت د تربيه معلم الحاقيه هم تاْسيس شوه
لوگر: د لوگر ولايت د محمد اغى په ولسوالۍ كې هم د دغه ولايت د ښوونكو د روزنې د مركز الحاقيه تاْسيس شوه.
دغه الحاقيه نن د چنګاښ په ۲۸ مه په هغه غونډه كې تاْسيس شوه چې پكې د پوهنې رياست مسؤلينو، ځايي دولتي چارواكو او قومي مخورو ګډون كړى وو.
د دغه مركز الحاقيه د محمد اغى ولسوالۍ د دهلكانو په عالى ليسه كې فعاله شوه چې دامهال ۴۶ تنه داخل خدمت ښوونكو پكې ثبت نام كړى او په ټولګيو كې د تربيه معلم د ښوونكو لخوا زده كړه وركول كيږي .