حمد

36 | جولای 20th, 2009


ددې ککړو لپو دعاوي څنګه ټولوې
ګمراه قدمونه په دربار کي څنګه قبلوې


په يوه چيغه ته را رسې زموږ تر درده خدايه
هره اوښکه په سپېڅلي لاسو څنګه وچوې


په زړه کي وراني کې د غم کوډلي کرار په وخت
پر ځای يې د خوشحا ليو ماڼۍ څنګه جوړوې


په هغه ګناه چي تر خپلو سترګو هم ولوېدم
په يوه توبه بخښه و رضا څنګه راکوې


بېګاه په خوب کي زما پر کړو فرشته سوه په مسکا
رحيمه د انسان هر اعتراف ځنګه ردوې


دا سکور غوندي څېره مي هينداره د ګناهو ده
دې توري اينې ته نور د ديدار څنکه ورکوې


پرون چي خاوري سول په لټه د اب حيات څوک
هغو ته سميع نن  حوض د کوثرڅنګه ور ښيې

Copyright Larawbar 2007-2024