کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغانستان دوستان نه لري

افغانستان دوستان نه لري


افغانستان د نړۍ يوازنۍ هېواد دی چي هيڅ دوست هيواد نه لري .څه ناڅه ديرش کاله وشول چي په نړۍ کي په پر له پسې توګه خپل دښمنان زياتوي ، هر کال چي تيريږي د دې هېواد دښمنان ورسره زياتيږي. د نړۍ هر هيواد غواړي چي افغانستان ته زيان ورسوي. دا چي دا زيان به هغه هيواد ته څومره ګټه ورسوي ، زياته مهمه نه ده ، مهمه  خبره دې هيواد ته زيان اړول دي، دافغانانو په روان  قتل او قتال کي د خپل هيواد نوم ثبتول دي.


ګاونډيو هيوادونو خو لا پخوا را سره دښمني درلوده، روس هم را سره دښمن شو، خپل ځواکونه يې راوليږل او زموږ د هيواد د مليونونو تنو وګړو ژوند يې واخست. د اخواني او يا غير مترقي په نوم يې د زياتو افغانانوسرونه غوڅ کړل. عربي هيوادونه راغلل ، هغوی هم د خپلو وسله والو په زور د دې هيواد د وګړو په وينو لاسونه ومينځل او د روڼ اندي او مکتبي په نوم يې د پوښتني پرته و وژل. اروپا يې او امريکايې هيوادونه هم راغلل او هغوي بيا د اسي جنايتونو ته ملا تړلې چي پخوانيو جنايت کارانويې يا د کولو توان نه درلود او يايې په اجراکولو شرمېدل. دې هيوادونو زموږ د اولسونو د ودونو خوشالۍ په غمونو واړولې او د يوه تن د وژلو په بهانه يې کلي او په وظن کي ټول ميشت وګړي و وژل او يايې  وژني.په دې تر تيب د نړۍ ټوله هېوادونه زموږ دښمنان دي ، د اسيا او اروپا څخه نيولې تر امريکا او استراليا پوري هيڅ هېواد پاته نه شو چي زموږ د هېوادوالو په وژلو کي يې ونډه نه وي پوره کړې.


دا ولي ؟ ښايې هر افغان به د دې پوښتني لپاره يو ډول ځواب ولري ، خو دا ځواب  به خامخا د بهرنيو د يوه يا بل لوري د دفاع او يا برئت لپاره وي. که داسي نه وي ، بيا دا خبره بلکل د منلو ده چي افغانستان په نړۍ کي هيڅ دوست نه لري، ټوله يې دښمنان دي . هر هېواد خپله دښمني د دې اولس سره تر سره کړېده.


يوه بربنډه او تکراري تجربه پر دې خوار اولس هر مهال پلي شوېده ، او هغه دا ده چي بهرنيانو لومړۍ موږ په دو يا څو ډلو ويشلي يو او بيا يې د يوې ډلي ملاتړ خپل کړۍ او بله ډله اولسونه يې وژلي دي. بنسټيزه ستونزه دا ده چي  په افغانستان ميشت ډيره کي خپل تر منځ يوالی او تدبير نه لري، او لږکي بيا په ډير لږ امتياز د پرديو په جال کي بنديږي. په دې ډول پاليسيو کي بهرنيان ګټونکي او افغانان د جګړو  بلهاري او بايلونکي دي .