کور / تازه خبرونه / ډيرو واورو دلوګر، ګرديز او خوست تر منځ لاري تړلي

ډيرو واورو دلوګر، ګرديز او خوست تر منځ لاري تړلي

له دوه ورځو راهيسي دلوگر او ګرديز ترمنځ دتيري کنډو لاره او دګرديز او خوست ترمنځ دسټو کنډو لاره دډيري واوري وريدو له امله په بشپړ ډول سره بنده شويده ځايي خلک او مسافرين وايي چي له پنځو څخه زيات موټر اوښتي دي او اته تنه ټپيان شويدي خودپکتيا دوالي وياند روح الله سمون وايي چي يو کاسټر  موټر اوښتي دي او څلور تنه ښځي او ماشومان پکي ټپيان شويدي مسافرين له سختو ستونزو سره مخامخ دي او دواړه شپي يي دسټو او تيري په کنډو کي سبا کړيدي خو دپکتيا دوالي وياند وايي چي دلاري دخلاصون لپاره سختي هڅي رواني دي او ډير ژر به دمسافرينو پرمخ خلاصه شي.


ديادوني وړ ده چي دسټو کنډو دپخيدو او جوړوني په خاطر په ميليونونو ډالر منظور شويدي خو تر اوسته پوري يي هيڅ درک نشته.