کور / تازه خبرونه / خوست: د يو ښوونځی د بنسټ ډبره کيښودل شوه

خوست: د يو ښوونځی د بنسټ ډبره کيښودل شوه

 
دخوست ولايت د يعقوبيو ولسوالۍ دناکام کلي په سيمه کې ديوې ښوونځی دوادنۍ دبنسټ ډبره کيښودل شوه .



د صبريو ولسوال لطف الله بابکرخېل وايي چې د غه وداني د ولايتي بيارغونې ډلې لخوا د يو لک لس زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي ، چې څوارلس خونې به ولري او کاربه يې په روانو دريو مياشتو کې بشپړ شي .



ولسوال زياته کړه ، په ياد ښوونځي کې به تر اتو سوو زيات زده کوونکي چې مخکې يې د زده کړو د پاره کوم خوندي ځای نه درلود ، خپلې زده کړې سرته رسوي .



ديادشوی ښوونځی کار په داسې حال کې پيليږي  چې څو ورځې وړاندې نامالومو وسلوالو کسانو په خوست کې د يو ښوونځي څو خونې په بمونو الوزولي وې