قلعه سيف الله : د سولي مشاعره ترسره شوه

د لراوبر اداره | جولای 13th, 2009


قلعه سيف الله : د سولي مشاعره ترسره شوه

۲۰-۰۷-۲۰۰۹

لات وړمه شپه (د جولای پر ۱۸مه نېټه) د بلوچستان ايالت په سيف الله کلا کې د سولې په نوم يوه ستره مشاعره، چې سلګونو شاعرانو، ليکوالانو، اديبانو او د قلم مينه والو په کې ګډون کړى وو،تر سره شوه .

مشاعره له ځايي وخت سره سم د ماسپښين په ٤ بجو پيل او د شپې په يوه نيمه بجه پاى ته ورسېده .

که څه هم د مشاعرې د ګډونوالو زياته برخه د سيف الله کلا د سيمې اوسېدونکي وو، خو د ايالت د کوېټې، پښين، چمن، ژوب، لورالايي، مسلم باغ، زيارت، پېښور، کراچۍ، اسلام اباد او تر پولې ها خوا هم دافغانستان د يو شمېر ولايتونو ګڼ شمېر شاعرانو او ليکوالانو په کې برخه اخيستې وه .

مشاعرې ته د ژوب له سيمې څخه راغلي يوه تن د مشاعرې برخه وال راحت زلمي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د سولې مشاعره يو نېک قدم وباله او زياته يې کړه : (( په دې وروستيو وختونو کې د ټول افغانستان او ټولو نورو پښتنو سيمو په څېر په سوېلي پښتونخوا کې هم حالت ورځ تر ورځې د ترينګلي کېدو پر لوري روان دى.))

دده په خبره، که لا اوس هم د دغې سيمې ليکوالان چوپه خوله کښېنې، نو لرې نه ده، چې د دغې سيمې اوسېدونکي به هم د سوات، دير، ملاکنډ او نورو سيمو د اوسېدونکيو په څېر خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شي .

د مشاعرې يوه بل ګډونوال سعيد زابلي هم ورته نظر درلود.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د سولې مشاعره په داسې حال کې په سيف الله کې نمانځل کېږي، چې له دغې سيمې څخه سوله مخ پر کوچېدو ښکاري .

نوموړي زياته کړه : (( شاعران تر نورو خلکو يو حس زيات لري او د هغه پر مټ د راتلونکي ښه اټکل کولى شي . ))

په سيف الله کلا کې د سولې د مشاعرې کوربه او د سولې مجلې مسول مدير محب الله ښېراز هم له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د سولې مشاعرې تر سره کېدل پر ځاى او ښه کار وباله.

ده وويل : (( زه له ټولو پښتنو ليکوالانو، شاعرانو او مينه والو څخه هيله کوم، چې نور دې لاس تر زنې نه کښېني، په ټولو پښتني سيمو کې دې، دې ته ورته د سولې غونډې وکړي، تر څو کوچېدلې سوله يو ځل بېرته د پښتنو په کېږديو راپېښه وکړي . ))

د سولې مشاعرې د ترسره کېدو پر مهال يو زيات شمېر بېلابېل د مبارکۍ پيغامونه هم واورل شول .

د يادونې وړ ده، چې اوه مياشتې وړاندې په کوېټه کې د پښتو ادبي غورځنګ له خوا هم د امن ( سولې ) مشاعره شوې وه .

د مشاعرې عکسونه :

قلعه سيف الله : د سولي مشاعره ترسره شوه قلعه سيف الله : د سولي مشاعره ترسره شوه قلعه سيف الله : د سولي مشاعره ترسره شوه قلعه سيف الله : د سولي مشاعره ترسره شوه قلعه سيف الله : د سولي مشاعره ترسره شوه


 Slide Show


قلعه سيف الله : د سولي مشاعره ترسره شوه قلعه سيف الله : د سولي مشاعره ترسره شوه قلعه سيف الله : د سولي مشاعره ترسره شوه قلعه سيف الله : د سولي مشاعره ترسره شوه قلعه سيف الله : د سولي مشاعره ترسره شوه


قلعه سيف الله : د سولي مشاعره ترسره شوه   قلعه سيف الله : د سولي مشاعره ترسره شوه قلعه سيف الله : د سولي مشاعره ترسره شوه قلعه سيف الله : د سولي مشاعره ترسره شوه قلعه سيف الله : د سولي مشاعره ترسره شوه

Copyright Larawbar 2007-2024