کور / تازه خبرونه / د باراک اوباما محبوبيت تر ٦٠ فيصده کم سو

د باراک اوباما محبوبيت تر ٦٠ فيصده کم سو

 

د يوه امريکايي ټلوېزون او ورځپاڼي له خوا ترسره سوې سروې ښيي چي د ولسمشر باراک اوباما محبوبيت مخ پر کمېدو روان دئ.

په دې سروې کي د باراک اوباما محبوبيت د امريکايانو په منځ کي ٥٢ فيصدو ته راټيټ سوئ دئ، په داسي حال کي چي درې مياشتي دمخه د نوموړي محبوبيت تر ٦٠ فيصده لوړ وو.

سروې ښيي چي يوازي ٥٢ فيصده امريکايان د ولسمشر باراک اوباما له پلانونو څخه مطمئين دي، چي په تېرو درو مياشتو کي يې د اته فيصده امريکايانو باور له لاسه ورکړى دئ.

په سروې کي راغلي چي ٤٣ فيصده امريکايان د ولسمشر له اقتصادي اصلاحاتو او د مالي بحران پر له منځه وړلو باندي ډاډمن دي، په داسي حال کي چي درې مياشتي دمخه ٤٩ فيصده امريکايان پر دې باوري چي ولسمشر اوباما به امريکا له مالي بحران او اقتصادي ضربې څخه وباسي.