کور / تازه خبرونه / پروېزمشرف: بېنظير بوټو ما نه ده وژلې!

پروېزمشرف: بېنظير بوټو ما نه ده وژلې!

د پاکستان پخوانى ولسمشر پروېز مشرف وايي دى د بېنظير بوټو په قتل کي لاس نه لري.

نوموړي په انګلستان کي د پاکستانيانو يوې غونډي ته د وينا پر مهال وويل هغه راپورونه غلط دي چي ګني ده د خپلي واکمنۍ پر مهال د پخوانۍ لومړۍ وزيري بېنظير بوټو امنيت ته پاملرنه نه ده کړې.

پروېز مشرف وايي د آغلي بوټو د قتل په څېړنه کي د ملګرو ملتونو څخه مرسته غوښتل پر ملکي ادارو باندي د نه باور دلالت کوي او د ملګرو ملتونو څېړني به هم هغه څه په ډاګه کړي، چي د انګلستان د سکاټلنډيارډ ادارې د ده د واکمنۍ پر مهال د بېنظير بوټو د قتل په هکله اعلان کړل.

د پيپلز د اوسني واکمن ګوند مشره او پخوانۍ صدراعظمه بېنظيربوټو د ٢٠٠٧ د ډسمبر پر ٢٧ – مه په لاهور کي ووژل سوه، چي د ګوند مشرانو يې پړه پر ولسمشر پروېز مشرف واچوله، خو د مشرف حکومت په دې قتل کي د قبايلي طالب بيت الله مسود لاس داخل وباله.

بلي خواته د پاکستاني چارو ځيني څېړونکي وايي د مېرمن بوټو قاتل هغه څوک دئ، چي د هغې تر مرګ وروسته يې ډېره ګټه کړې او زياتوي ښايي په دې مرموزه وژنه کي د هغې د مېړه او اوسني واکمن آصف علي زرداري لاس وي.