کور / نثر / دعبید زاکاني (د فارسی طنز پلار)

دعبید زاکاني (د فارسی طنز پلار)

۴


د زاکاني د  سلو پندونوله رسالې څخه څو  پندونه:
*اې عزیزانو عمر غنیمت ګڼئ.
*وخت د لاسه مه ورکوئ.
*هر څوک چې خپل  ذات یا نسب هیر کړي،  ورپه یاديې کړئ!
*ښه ورځ بدي ورځي ته مه ورکوئ.
*دنن عیش سبا ته مه پریږدئ.
*ځان خوښونکو ته سلام مه ورکوئ!
* دخلکو له  خیر څخه تمه وشکوئ، چې د هغو په ږیره وخندلی شئ.
*ځان د ښو یارانو قربان کړئ!
*د عمر برکت، د سترګو روښنایي اود زړه خوشالی د نیکانو په لیدو کې ده.
*  دبې مروتو خواجګانو او لویانو  په ږیره  باد پرې کړئ!
 *تر توانه د حق خبرې  مه وایاست چې په زړونو ګران شئ اوخلک  بې سببه ستاسو څخه ونه ځوریږئ.
*د شیخانو په خبرو باور مه کوئ چې بې لارې نشئ او دوزخ ته ولاړ نشئ!
*د زاهدانو د ګاونډیتوبه ځان وژغورئ، چې د خپل زړه په خوشالی ژوند وکړئ.
*د مستانو لاس ونیسئ.
* جره ګي او قلندري د خوشالۍ مایه او د ژوند اصل وګڼئ.
*ځان د نیک نامي او د بنده له  شرمه  وژغورئ، چې وکولی شئ آزاد ژوند وکړئ.
*په زړښت کې د ځوانو ښځو  څخه مهرباني مه غواړئ.
*ډوډۍ او شراب یوازې مه خورئ ځکه دا کار د کازیانو او یهودانو دئ.
*په هغه کور کې، چې سړی دوې ښځې و لري هلته ارامتیا ، خوشالي او برکت مه غواړئ
*له بازاریانو رښتیا او انصاف مه غواړئ.
*حج مه کوئ، چې حرص ستاسو په مزاح غلبه ونه کړئ او بې ایمانه او بې مروته نشئ.
د زاکانی  له  دیوان څخه څو قطعات:


خدایا دارم از لطف تو امید
که ملک عیش من معمور داری
بگردانی بلای زهد ازمن
قضای توبه از من دور داری


خدایه ستا د لطفه لرم امید
چي زما د عیش دنیا آباده ولرې
زما نه لیري کړه بلا د زهد
د توبې فرمان زما نه لري  ولرې


 

 د هغه  له عاشق نامې  څخه:

جهان را بی‌ثباتی رسم و  دین است
همیشه عادت دنیا همین است


 د نړۍ بې ثباتی دود او دین دی
تل د دنیا عادت این دی
رباعی
هرچند بهشت صد کرامت دارد
مرغ و  می و حور سرو قامت دارد
ساقی بده این باده گلرنگ به نقد
کان نسیه او سر به قیامت دارد
 هر څومره چې جنت سل کرامته لري
 بریان مارغان ،می اوحوری سروقامته لري
 ساقي دا سره باده راکړه نقده
 چې هغه  پور اړیکې  له قیامته سره لري


درویش که می خورد، به میری برسد
ور روبهکی خورد به شیری رسد
گر پیر خورد جوانی از سر گیرد
ور زان ‌که جوان خورد به پیری برسد



 دوریش چې می وخوري میري ته رسي
او که يې ګیدړه وخوري زمري  ته رسي
 که يې زوړ وخوري  له سره  به شي ځوان
 او که يې ځوان وخوري پیري ته رسي


قومی زپی مذهب و دین می‌سوزند
قومی زبرای حورعین می‌سوزند
من شاهد و  می دارم و باغی چو بهشت
ویشان همه در حسرت این می‌سوزند
یو کام د مذهب او دین پسې سوځي
بل کام د غټ سترګو  حور و پسې سوځي
زه معشوق او می لرم او بڼ لکه جنت
نو هغوی  ټوله په دې  حسرت سوځي



اخځلیکونه
Fa.wikiquote.org-1
Fa.wikipedia.org-2
Iraninuk.com-3
Ganjoor.net-4
Gizigool.blogfa.net-5
Mandegar.tarikhema.ir-6
Forum.patoghu.com-7
Doomdam.com-8
Fa.wikisource.org-9
Phalls.com-10
Sapidadam.com-11