کور / تازه خبرونه / تازه خبر: جنرال مشرف محکمې ته وغوښتل سو

تازه خبر: جنرال مشرف محکمې ته وغوښتل سو

 

د پاکستان قاضي القضات او د محکمې ١٤ لوړ پوړو قاضيانو له پخواني رئيس جمهور متقاعد جنرال مشرف څخه محکمې ته د حاضرېدو غوښتنه وکړه.

قاضي القضات وايي جنرال مشرف د ٢٠٠٧ کال د نومبر د دريمي پرېکړه غير قانوني وه او له دې امله يې په نړۍ کي د پاکستان اعتبار ته زيان واړاوه.

متقاعد جنرال پروېز مشرف د ٢٠٠٧ کال د نومبر پر درېيمه د خپلي واکمنۍ پر مهال په پاکستان کي ايمرجنسي قانون يا اضطراري حالت اعلان کړ، چي اوس يې محکمه په دې اړه له نوموړي څخه سپيناوى غواړي.

د ستري محکمې له خوا صادر سوئ فرمان وايي که خپله پروېز مشرف محکمې ته نه سي حاضرېداى، پروا نه لري، خو د ځاى پر ځاى به هرو مرو کوم وکيل سوال او جواب ته رالېږي.

د محکمې د دې پرېکړي په اړه لا تر اوسه جنرال مشرف خپل نظر نه دئ څرګند کړئ.