کور / تازه خبرونه / پښتونخوا ملي عوامي ګوند په لندن کي غونډه جوړه کړه

پښتونخوا ملي عوامي ګوند په لندن کي غونډه جوړه کړه

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سیوری لاندی د برتانیی په پلازمینه لندن کې د لرو او برو افغانانو یوه پرتمینه غونډه د پښتونخوا میپ د برتانیی د مشر فلک نیاز خان یوسفزﺉ په مشرﺉ کې وشوه . د لر او بر افغان په سلګونو پوهانو، د سیاسي ګوندونو او فرهنګي ټولنو مشرانو او غړو غونډی ته ښکلا او درناوی وبخښلو. فایق خان یوسفزﺉ د کوربه دنده تر سره کړه.

غونډی ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند شمالي پښتونخوا مشرمختار خان یوسفزي د ټیلیفون د لاری وینا وکړه او په لر او بر افغان وطن کې د روانی غمیزی لامل یې د پنجاب له خوا په کابل د اسلام آباد د بیرغ درولو هڅې وګرزولی. او هغه ټولی هڅې یی وغندلی چې د پاکستان استخبارات او د هغوي لاس پوسي مذهبی ګوندونه یی د ګران او تاریخي افغانستان پر ضد د تیرو دیرشو کلونو راهیسې کوي.


ددې غونډي تفصيلي راپور او عکسونه د ( راپورنه او مرکې ) په برخه کي ولولئ .