اېران سختي زلزلې ولړزاوه

34 | جولای 22nd, 2009


 


د اېران حکومت وايي په دغه هيواد کي د چارشنبې په سهار يوه سخته زلزله وسوه.


د اېران د هواپېژندني ادارې خبر ورکړى چي دغه زلزله د ريختر په حساب پنځه اعشاريه پنځه درجې ثبت سوې ده.


د زلزلې تر تکان وروسته د اېران د جنوبي سيمو اوسېدونکي له بيري سره مخ سوي دي، چي هسي نه تر دې سخته زلزله وسي.


د نن سهار د زلزلې په اړه تر اوسه د مالي او ځاني زيانونو خبر نه دئ خپورترلاسه سوئ.


 


Copyright Larawbar 2007-2024