کور / تازه خبرونه / امريکا: ملګرو هيوادونو ته دفاعي وسلې ورکوو

امريکا: ملګرو هيوادونو ته دفاعي وسلې ورکوو

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره د ټايلنډ له يوه تلوېزون سره په مرکه کي وويل، هيواد يې اماده دئ چي د اړتيا پر وخت خپلو ملګرو هيوادونو ته دفاعي وسلې او سيسټم ورکړي.

اغلي کلنټن دغه څرګندوني د اېران د اټومي پروګرام له کبله د هغه هيواد ګاونډيو هيوادونو اسرائيلو، سعودي عرب، عراق او ځينو نورو ته په اشارې سره وکړې، چي د اېران د اټومي پروګرام څخه خطر حسوي.

آغلي کلنټن وويل امريکا تياره ده چي د خپلو متحدو ملګرو هيوادونو دفاعي سيسټم نوى کړي او له هغوى سره په دې برخه کي مرستي وکړي او اېران دي هم په دې وپوهېږي چي د امريکا د دفاعي نظام په وړاندي مقابله نسي کولاى.