کندز: په مسجد کي چاودني ١١ تنه ووژل

34 | جولای 22nd, 2009


 


د کندز ولايت په يوه مسجد کي چاودني ١١ تنه ووژل، چي څلور يې کوچنيان او پنځه تنه وسله وال طالبان په ګوته سوي دي.


د چين د زينهووا آژانس د يوې سيمه ايزي ورځپاڼي په حواله وايي پېښه هغه وخت رامنځته سوې چي په وسلو  سمبال طالبان جومات ته ننوتل او ناڅاپه د ماين يوه درنه چاودنه وسوه.


د کندز چارواکو دغه پېښه تائېد کړې، خو دا يې رد کړې ده چي په ګني په دې چاودنه کي د حکومتي کړيو لاس دئ.


 

Copyright Larawbar 2007-2024