کور / تازه خبرونه / د بيت الله مسود پر ضد نوې جبهه جوړه سوه

د بيت الله مسود پر ضد نوې جبهه جوړه سوه

په جنوبي وزيرستان کي د طالبانو درې ډلي د بيت الله مسود په مقابل سره يوځاى سوې.

د پاکستان آج ټلوېزون خبر ورکړ چي دغه ډلي د اخلاص خان مشهور په وزيرستان بابا تر مشرۍ لاندي سره راټولې سوې او د بيت الله مسود پر ضد يې ځانته جلا بيرغ جګ کړ.

اخلاص خان د قبايلي طالبانو د يوه پخواني مشر عبدالله مسود د ډلي مشر دئ، چي په ٢٠٠٧ کال د پاکستاني پوځيانو له خوا د بلوچستان په ږوب کي له افغانستان څخه وزيرستان ته د ستنېدو پر مهال ووژل سو.

پاکستاني رسنۍ وايي د اخلاص خان يا وزيرستان بابا له ډلي پرته دوو نورو ډلو د حاجي ترکستان بېټني او حاجي تحصيل خان وزير تر مشرۍ لاندي فعاليت کاوه، چي اوس ټول د اخلاص خان پر مشرتوب سره سلا سوي دي.

دوڅلوېښت ٤٢ کلن اخلاص خان بيت الله مسود د پخوانۍ صدراعظمي په ترور، د بېګناه کسانو په وژنو، د مکتبونو، روغتونونو او پلونو په نړولو او په مسجدونو کي د ځانمرګو بريدونو په کولو تورن کړ.

د دې نوي ډلي پلويان چي په قبايلي سيمو ګومل، عمر اډه، جنډوله، پنګ او شېخ اوطار سيمو کي دفترونه پرانيستي دي، وايي له بيت الله مسود څخه به ضرور د پورته ذکرسويو ظلمونو کسات اخلي.

د بيت الله مسود په مقابل کي دغه ډله پر داسي مهال جوړېږي چي د مولوي فقيرمحمد او مولوي نذير تر مشرۍ لاندي تېره مياشت دوو نورو قبايلي ډلو د بيت الله مسود سره د يو ځاى کېدو اعلان کړى وو.