کور / تازه خبرونه / د ناټو ځواکونو يو بل سرتيری ووژل سو

د ناټو ځواکونو يو بل سرتيری ووژل سو

نن چهارشنبې د جولای ۲۲ نېټه د افغانستان په سهيلي سيمو کي د ناټو او ايساف يو بل سرتيری د طالبانو سره په جګړه کي وژل سوی دی ، دا خبره د ناټو او ایساف له خوا لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپانه کي ياده سوې ده ، ناټو د تل په شان د خپل وژل سوي سرتيري هويت پټ ساتلی دی ، خو فکر کيږي چي وژل سوی سرتيری به په هلمند کي د برتانيا په پوځ پوري اړه ولري .

د يادوني وړ ده چي دا مياشت په هلمند کي د بل هر وخت په پرتله د ناټو اوايتلاف ځواکونو لپاره مرګونې مياشت ده ، تېره اوونۍ په هلمند کي د ناټو تر ۱۵  زيات سرتيري وژل سوي وو .