کور / تازه خبرونه / حامدکرزى: له اشرف غني او عبدالله سره مناظره نه کوم

حامدکرزى: له اشرف غني او عبدالله سره مناظره نه کوم

د ولسمشر کرزي د انتخاباتي کمپاين وياند وحيد عمر وايي ولسمشر کرزى نه غواړي له ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره ټلوېزوني مناظره وکړي.

د حامدکرزي د انتخاباتي کمپاين څخه يوه خپره سوې اعلاميه وايي طلوع ټلوېزن د کانديدانو ترمنځ  توپيري چلند کوي او په وروستيو ورځو کي يې په ولسمشر کرزي پسي تخريبي خپرونو ته ملا تړلې ده، نو ځکه حامدکرزى نه غواړي د دې ټلوېزوني چينل له لاري مناظره وکړي.

ټاکل سوې وه چي نن د جولاى پر ٢٣ – مه افغان ولسمشر حامد کرزى له خپلو دوو سيالانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټرعبدالله سره يوه ټلوېزوني مناظره ترسره کړي او درې سره مشران د افغانستان د راتلونکي په باب ولس ته خپل پلانونه څرګند کړي.

که څه هم د ولسمشر کرزي د کمپاين له خوا د مناظرې علت د طلوع تلوېزون توپيري چلند په ګوته سوئ او داسي ښودل سوې چي ګني ښاغلى کرزى د دې تلوېزون له لاري مناظره نه کوي، خو دا يې نه دي ويلي چي که کوم بل ټلوېزون يادو سويو درو تنو ته د مناظرې بلنه ورکړي، ښاغلى کرزى به يې ومني که يا.

بلي خواته د سياسي چارو ډېرى څېړونکي په دې نظر دي چي ولسمشر کرزى د افغانستان د راتلونکي دپاره کوم منظم پلان نه لري، نو ځکه له خپلو سيالانو سره په يوه او بله بهانه له مناظرې څخه ځان ګوښه کوي.

ولسمشر کرزي دوې اونۍ وړاندي په يوه وينا کي وويل له هرکانديد سره مناظره کوي، خو د دوه تابعيته لرونکو کانديدانو سره به مناظره ونکړي.