کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن هم تر ډیره د راروانو انتخاباتو او د هغو په وړاندې د شتو ستونزو او همدارنګه دهیواد د امنیتي وضعې په اړه بیلابیل مطالب خپاره کړیدي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دې ورخپاڼو ته کتنه کړې او پر مټ يې لاندنې مطلب چمتو کړې دې.


ویسا:


دې خپلواکې ورځپاڼې د امریکا د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په حواله په غټو ټکو سره لیکلي دي، واشنګټن ددې لپاره، چې د خپلو خلکو ملاتړ ترلاسه کړي باید په افغانستان کې د پرمختګ لپاره خپلو خلکو ته یو معیار وټاکي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د امریکا له پوځي خوځښتونو سره د پاکستان د مخالفت مسئله راخستې او لیکلي دي، چې اسلام اباد په افغانستان کې د امریکا د پوځي خوځښتونو پراختیا پخپلو سرحدونو کې د نا امنۍ د زیاتیدو سبب بولي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د راروانو انتخابات د امنیت لپاره د افغان دولت او نړیوالو هڅې څیړلي او پدې برخه کې د قومي مشرانو رول ته په اشارې دا سپارښتنه کړې، چې د انتخاباتو د امنیت لپاره دې له قومي مشرانو سره پراخې اړیکې ټینګې شي.


انیس:


دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په ځینو ورځپاڼو او رسنیو دا انتقاد کړې دې، چې د انتخاباتو په درشل کې ناسم تبلیغات کوي او هغه ته د انتقاد رنګ ورکوي.


ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي، چې اوس مهال یوازې په کابل کې له دیرشو نه زیاتې چاپي خپرونې موجودی دي خو معلومه نده، چې پدې کې څومره يې د فعالیت جواز لري.


ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې له ولسمشر کرزي سره د ناټو د جګ پوړې قومندان په حواله لیکلي ديو چې ناټو به تر هغو خپلو همکاریو ته دوام ورکړيو چې افغانان يې اړتیا لري.


افغانستان ټایمز:


دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې د راروانو انتخاباتو په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي، چې د راروانو انتخاباتو بریالیتوب به افغانستان سره مرسته وکړي، چې په ځان بسیا هیواد شي.


ورځپاڼې پخپل ننني کارټون کې د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې انځور کړي، چې پکې ځینې کاندیدانو د نورو د کمپاینونو مخنیوې کوي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د خپل فعالیت په څلورمې کلیزې تبصره کړې او لیکلي دي، چې په تیرو څلورو کلونو کې دا ورځپاڼه توانیدلې، چې ځانګړې لاس ته راوړنې ولري.

هشت صبح:


دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې افغانستان ته د امریکا د ځانګړي استازي د سفر خبر ورکړې او لیکلي دي، چې دی به په کابل کې له چارواکو سره د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرې وکړي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو دکمسیون په حواله لیکلي ديو چې د ولایتي شورا د دوو کاندیدانو نومونه يې د کاندیدانو له لسټ څخه ویستلي دي.


ورځپاڼې د راروانو انتخاباتو د امنیت په اړه په یو مطلب کې ددفاع د وزارت په حواله لیکلي دي، چې له انتخاباتو نه یوه اونۍ مخکې به نا امنه سیمې له وسلوالو څخه پاکې کړاې شي.


اصلاح او هیواد:


دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.


هیواد هم پخپله سرمقاله کې په راروانو انتخاباتو کې د ولسي مشرانو په رول تبصره کړې او لیکلي دي، چې دوی د سولې تفاهم او پخلاینې له لارې کولې شي پخپلو سیمو کې د انتخاباتو په درشل کې او د انتخاباتو په ورځ ډاډمن امنیت ټینګ کړي.


خو اصلاح بیا امریکا ته د عامې روغتیا د وزیر د سفر په مهال په افغانستان کې د روغتیايي کلینیکونو د جوړولو لپاره د امریکايي چارواکو ژمنې یو ښه زیرې بللې دې.


ملي ارمان:


دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې دا خبر ورکړې، چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د انتخاباتو د څارنې لپاره خپل ماموریت پیل کړ.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې ځینو هغو هڅو ته اشاره کړې، چې د ورځپاڼې په وینا په هیواد کې د انتخاباتو د ځنډولو لپاره روانې دي او پدې ترڅ کې له نړیوالې ټولنې غوښتې دي، چې د اوسني حکومت د پاې ته رسولو لپاره دی حتما هڅه وکړي.