کور / تازه خبرونه / یون کلتوري یون ۳۳ عنوانه کتابونه چاپ او خپاره کړل

یون کلتوري یون ۳۳ عنوانه کتابونه چاپ او خپاره کړل

 


یون کلتوري یون ۳۳ عنوانه کتابونه چاپ او خپاره کړل

د هیواد د وتلي لیکوال، ژورنالیست، شاعر او سیاستپوه ښاغلي استاد محمد اسماعیل یون په خپل قلم او نوښت په یو ځل ۳۳ علمي، ادبي، کلتوري، ساینسي، ټولنیز او هر اړخیز کتابونه چاپ او د هیوادوالو خدمت یې ته ډالۍ کړل.
د ۱۳۸۸ د زمري په ۹ نیټه په همدې مناسبت د کابل سرینا هوټل د یوې لویې او درندې غونډې شاهد وو چې له هیواد او کوزې پښتونخوا څخه کابو ۵۰۰ کسانو لیکوالو، پوهانو، استادانو، ادیبانو او مینه والو  ګډون کړی وو او د ښاغلي استاد محمد اسماعیل یون دغه نوښت او ابتکار یې و ستایه او د پښتو ادب په ډګر کې یې یوه لویه لاسته راوړنه و بلله.
د دې غونډې تفصیلي راپور، انځوریز راپور، د کتابونو په هکله لنډه تبصره او د ویناوالو خبرې به له مناسب تفصیل سره یو ځای ستاسو خدمت ته په راتلونکو راپورونو کې وړاندې کیږي.
د دې نوښت یوه لویه ځانګړنه دا وه چې د ښاغلي استاد محمد اسماعیل یون کتابونه نه یوازې د کتاب پر بڼه بلکي د سي ډي پر بڼه هم د مینه والو په اختیار کې ورکړل شول او ډیر ژر به د یون د کلتوري یون له لوري د یوې ځانګړې بریښناپاڼې په شکل په آنلاین توګه هم د هیواد په داخل او بهر کې د مینه والو د استفادې وړ ګرزي.
د دې خبرې یادونه هم اړینه ده چې له ښاغلي یون صاحب سره په دې لاره کې د هیواد فرهنګپالو څیرو او ځلا ټکنالوجۍ کمپنۍ همکارۍ کړې دي چې د یون کلتوري یون به له مننې سره یو ځای د هغو یادونه د ځانګړو راپورنو په ترځ کې کوي.