کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په افغانستان کی د ټاکنو اغیزي

په افغانستان کی د ټاکنو اغیزي

بسم الله الرحمن الرحیم



د افغانستان دغی تیر نیږدی تاریخ ته په کتو او د ناروا او ظالمو حکومتونو او هغو پوری  د اړونده حاکمانو کړنی مونږ ته دغه درس راکوي چی باید په دی هیواد کی د داسی نظامونو په راوستلو باندی کار وشي چی د خلکو د خوښی او رضایت پر بنیاد وي. او د دا ډول نظام منځ ته راوړلو لپاره د ټاکنو یا انتخاباتو تګلاره یوه غوره لاره ده. او داسی لاره چی په نوره نړی کی یی هم ښه پایله درلودلی او همدارنګه د اسلام په مقدس دین کی هم ورته ممانعت نه ښکاري. ګرچه نن صبا هر څوک په دی باندی پوهیږي چی غوا توره ده او شیدی یی سپینی، مطلب دا چی اوسنی نظام هم د بهرني واکمنانو تر مطلقی اغیزی لاندی و او دی او راتلونکی نظام هم باید او باید چی وي، دا ځکه چی دا بهرني هیوادونه او بیا په ځانګړی توګه امریکه او برټانیا دومره لیوني نه دي چی خپل تنکي تنکي ځوانان په افغانستان کی د لاسه ورکوي، په میلیونونو روپی لګوي، خپل نوم او اعتبار په نړی کی د لاسه ورکوي، خپل ولس سره په لاس او ګریوان کی شپی ورځی تیروي.
او مونږ په دی هم باید پوه شو چی هر څه چی کیږي دا ټول زمونږ د خپله لاسه دي او خپله مو په ځان کړي دي. که مونږه ځانونه پیژندلي وای او خپل اصلي دوستان او اصلي دښمنان مو سره بیل کړي وای نو نن به مو د کور نه کاروان سرای نه و جوړ. خیر هر څه چی ول تیر شول خواوس مونږ ټولو ته په کار دا ده چی راویښ شو، شپه او ورځ یوه کړو او د خپلو مټو په زور خپل وطن لومړی خپل کړو او بیا یی داسی ورغوو، داسی یی په پښو ودروو چی نور مو ښځی او ماشومان او ګلالي ځوانان  نورو هیوادونو ته د هجرت په لار کی په دریابونو لاهو نه شي.
اوسني ټول ټاکنی که ښه او یا خدای ناخواسته بده پایله ولري، که د افغانانو په خوښه وي او که نه وي خو سره د دی هر څه ډیری ښی اغیزی پر ځای پریښودی شي چی غواړم په یو څو باندی یی رڼا واچوم:
– د دغی ټول ټاکنو په مټ  به هغه خایینی او منافقی کوپړی چی د افغانستان د زعامت د پاره یی نه علمیت او نه اهلیت درلود او د  کی جي بي، آی اس آی او سي آی ای ته د ګوډاګيتوب په شکرانه کی واک ته راتلل او د خلکو وینی به یی څکلی. دوی به د هغه ملت مخ ته راووځي چی پخوا به یی په زور ورباندی واکمني کوله او اوس به ورته عذر کوي  چی رایه ورته ورکړي. او خلک به یی د هغو نورو نوماندو سره او په ځانګړي توګه د هغو نوماندو چی ملت ته یی غاړه خلاصه ده او سر ټیټي ندي مقایسه کړي. همدارنګه علمي، سیاسي، اخلاقي او اسلامي سویه به یی ولس ته په ډاګه شي. دغه د مناظرو ټلویزیوني خپرونی چی نن صبا د افغانستان په ټلویزیونونو کی خپریږي چی په ترڅ کی یی دغه ډول ډول شرمیدلی او نا شرمیدلی څیری څیړل کیږي  ډیری اغیزناکه او په زړه پوری دي.
– د دغو ټاکنو په بهیر کی به خلک یو څه نا څه خپل حق ته متوجه شي او حتی که دغه ټولټاکنی یوه لوبه هم وي خو په ولس کی به داسی یو احساس په کراره په کراره راژوندی کړي چی د خپلی خوښی او نا خوښی اظهار وکړي. او بر سیره پر دی خلکو ته به یو امید او هیله راپیدا شي او خپل هیواد به د هغو هیوادونو چی مشران یی د دا ډول ټولټاکنو له لاری ټاکل کیږي لکه پاکستان، ایران، مصر او داسی نورو جوګه وګڼي چی دا په خپل ذات کی د ملی ګرایی په برخه کی یو اهم رمز  بریښي.
– د دا ډول ټاکنو د بهیر دوام کی به خلک وهڅول شي چی د خپلو او یا د خپلو اولادونو د شخصیتونو په روزنه کی ډیر کوښښ وکړي او سر له اوسه ولس ته داسی شخصیتونه وروزي چی په راتلونکی کی  په دا ډول بهیر کی د  برخی اخیستو وړ وي. غواړم دغه موضوع د جنرال دوستم د کیسی پر بنیاد لا هم پسی روښانه کړم:  لکه څنګه چی دوستم هم ځان راوخوځولو چی د افغانستان په زعامت کی د یوی ملي څیری په څیر برخه واخلي خو کله یی چی پخواني انډیوالانو(لویدیځوالو) او بشري ټولنو د نوموړي د خونخواری فقط یو سند راوسپړلو نو ټولی نړی ته یی یو ځل بیا هغه موحشه څیره وروپیژندل شوه او د دغه باطل خوځښت نه یی سوړ کیناوو، نو دغسی نورو مثالونو ته په کتو انشآلله هر هغه څوک چی په ولس کی د زعامت خوبونه ګوري د خپل ښه او مطمیًن شالید او یا تاریخ ساتلو لپاره به له دغسی نارواو پس له دی نه ځان وساتي ترڅو صبا ورځ خلکو ته سرټیټی ونه اوسي.
ومن الله توفیق