کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په ټاکنو کې د فرهنګيانو رول باید څنګه وي؟

په ټاکنو کې د فرهنګيانو رول باید څنګه وي؟



ډ ټاکنو له پيل نه پښتانه فرهنګيان ويشل شوي دي. ډېری یې ډاکټر اشرف غني او یو شمېر یې ولسمشر حامد کرزي او ميرويس ياسيني ته تبليغات کوي.

دا نه ده معلومه چې دا کار به څومره د کانديدانو په ګټه وي، خو په دې کې شک نشته چې دا کار به په راتلونکي کې د فرهنګيانو تر منځ یو شمېر ستونزي او بي باوري رامنځ ته کړي. د دوی تر منځ به بي اتفاقي نوره هم زياته کړي او تر ډېره به فرهنګي غونډې د سیاست له اغېزه ډکي وي.

په کار خو دا وه چې فرهنګيان د یو کانديد د حمايت پرځای د ملي یووالي په هڅو کې دخیل وای.  د کانديدانو  ترمنځ یې د یووالي هڅې کولای او هغوی یې ملي وجيبو ته متوجه کولای.

دا نن په انترنت یوه ليکنه خپره شوې ده چې فرهنګيانو د ډاکټر صیب اشرف غني سره کتلي او ملاتړ یې کوي. په هغوی کې د غټو څټو لکه کاروان صیب، شپون صیب، نثار صیب نومونه هم یاد شوي دي. د کرزي صیب سره هم د اسماعيل یون په شان درون فرهنګي هلې ځلې کوي.

یو شمېر فرهنګيانو خو په ټاکنیزو کمپاينونو کې مسوليتونه هم په غاړه اخيستي دي. ذبیح الله احساس اشرف غني ته په شمالي ولايتونو کې رسمي کمپاين کوي. په انټرنټ مو په لندن کې د سوله مل شینواري نوم هم وليد چې اشرف غني ته کمپاين کوي.

زما په اند فرهنګ له سياسته ډېر مقدس او پاک تخصص دی. زموږ فرهنګيان دا دنده لري چې د تشتت پر ځای د یووالي لامل اوسي. دا نه چې سیاستمداران ترې د لنډو موخو دپاره ګټه واخلي. زه د ځينو فرهنګيانو احساس ته حیران یم چې څومره زر د سیاست قرباني کېږي، څومره زر د مصلحت قرباني کېږي!! زه حیران یم چې یون صیب څنګه د مارشال قسیم فهیم غوندې کس ته چې تل یې پسې ليکني کړي دي ودرېږي. زه حيران یم چې د اشرف غني صیب سره مل پښتانه فرهنګيان څنګه د حشمت غني په څنګ کې کار کوي او د هغه د شتون تحمل کوي.

که په ټاکنو کې زموږ فرهنګي هڅو ته هر ډول زیان ورسېد، زموږ همدا ښاغلي فرهنګيان به یې مسوليت په غاړه لري .