" /> " /> " /> " /> د امريکا فضايي بېړۍ په بري سره راکوزه سول  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / د امريکا فضايي بېړۍ په بري سره راکوزه سول  video

د امريکا فضايي بېړۍ په بري سره راکوزه سول  video

د امريکا د فضايي ادارې ناسا فضايي بېړۍ (انديا ور) چي د شپږنيم ميليونه مايلو او ۱۶ وروځوپه سفرنړيوال فضايي سټېشن (ISS) ته ستنه سوې وه؛ پرون د جمعې په ورځ بيرته د اوو تنو فضانوردانو سره په فلوريډا ايالت (انديا ور)  - Endeavourکښي د ناسا په (کېنډي) نومي فضايي ډګر کښي په بري سره  راکښته سول .

فضانوردانو په نړيوال فضايي ستېشن کښي د نويو برخو او آلو د نسبولو ترڅنګ د جاپان د(کيبو) نومي فضايي ادارې د يو ازمايښتي لابراتوار د جوړولو چاري هم سرته رسولي دي .

دا؛ فضايي ستېشن ته د ناسا ۲۹ تم سفر، د (انديا ور) نومي فضايي بېړۍ ۲۳ تم ځل، د ناسا د فضايي پروګرام ۱۲۷ مه برخه او د فلوريدا ايالت په (کېنډي) نومي فضايي ډګر کښي د فضايي بېړيو ۷۱ يمه بريمنه ناسته شمېرل کيږي .

 


 د (انديا ور) فضايي بېړۍ د راکوزېدلو ژوندۍ وېډيو لاندي کتلائ سئ :