کور / z_buitenland_news -- 5 / مشرف:د بينظري قاتلين به محکمې ته راکشوم

مشرف:د بينظري قاتلين به محکمې ته راکشوم

 


د رويترز خبري رسنۍ په خبر د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف ويلي چې،د دغه هيواد د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بينظيرې وژونکي به پيدا کوي او محکمې ته به يي راکشوي.


هغه دغه څرگندونې د سه شنبې په ورځ له برتانيا څخه راغلې  د سکاټلينډ يارډ په نامه د مستنطقينو له ر ډلې سره دليدو کاتو پر مهال وکړي


مشرف هيله وښووله چې،دغه ډله به د بينظيرې د وژلو په اړه ل حقيقت په موندلو کې له ده سره مرسته وکړي


        مشرف ترهغه وروسته له برتانيا څخه د بنيظيرې د وژلو د اصلې لامل په پيدا کولو کې مرسته وغوښته چې، د پيپلز يا خلکو گوند پلويانو د حکومت له لورې پر ترسره کيدونکو څيړنو شک څرگند کړ.


په همدې حال کې د ميرمن بوټو زوى بلاول په برتانيا کې دلومړي ځل لپاره دخبريالانو په وړاندې را څرگند شو،او د خپلې مور د وژنې د پلټنې په برخه کې له ملگرو ملتونو څخه د مخامخې مرستې غوښتنه وکړ.


ميرمن بوټو نزدې دوه اونۍ وړاندې ظاهرآ هغه مهال د يو وسله وال سړي له لورې په ډزو ووژل شوه چې، له خپل موټر څخه يي سر ايستلى و او پلويانو ته يي لاس غوزاوو.