کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ژورنالیزم (journalism) اود هغې اصول

ژورنالیزم (journalism) اود هغې اصول

ژورنالیزم دبیلابیلوپیښو،مسلواوموضوعاتوپه اړه دخبرونو، راپورونو،شننو او تحلیلونوبرابرولوډګرته دی .هغو کسانوته   چې په دې ډګرکې فعالیت کوي ژورنالیست ویل کيږي .په بله وینا ژورنالیزم دتاریخ لیکنې اساس جوړوي ځکه همداژورنالیستان دي چې دنړۍپه بیلابیلوبرخوکې مهمې پیښې خپروي اوهره یوه خبري رسنۍهڅه کوي په دې   لاره کې ترنورومخکښه وي .په دې اړه پر اسلامي او ژورنالیستیکي اصولوعمل کول او اعتدال ساتل دټولنې دبیلابیلو پرګنولپاره یوه ګټوره چاره ده . آزاداوبې پلوه ژورنالیستان په خپلوخپرونوسره دخلکودحقوقوله ترپښولاندې کولودحکومتي واک والانو،موسسواو ارګانونودمشرانوپه مخنیوي کې مهمه ونډه لري اوهغوي دې ته اړکوي چې دخلکود غوښتنوځوابونکي وي .


  نن سباپه نړۍ کې په زرګونه بریښنایي اوچاپي رسنۍفعالیت کوي چې داټولې دژورنالیزم په ډګرکې په بیلابیلوسیاسي،مذهبي،علمي،ټولنیزو،ښوونیزو،پوځي،ورزشي او تفریحي برخوکې دراډیويي او تلویزیوني چینلونو ، ورځپاڼو،مجلو، اونیزو،ویبپاڼو او ویبلاګوله لارې  دخبرونو،سرمقالو،شعرونو،نظمونو،ډول ډول نثرونو، کیسو، ناولونو ،فلمونو،ډراموپه خپرولوپه فردي اوډله ایزوګروهنوسره د بیلابیلوصلیقواوغوښتنولپاره فعالیت کوي . 


نني ژورنالیستان مجبوردي چې خپل کارداوسنۍبشري ټولنې د اړتیاوپراساس پرمخ بوزي اوپه اصطلاح دمخاطبینوتنده ماته .


فعال ژورنالیستان هغه دچاخبره ځان اورته اچوي څوتږي زړونه خړوب کړي .ټول داحساس اومنطق ،عقل ا ومنطق اودین اومنطق ترمنځ سرګردانه دي اوداسرګرداني ترډیره په لیبرالوټولنولیدل کیږي . درسندویوکارهم دښه بازاردموندلوپراساس وي اوپوه خبریالان له هر څه زیات بایدله تجارتي پوهې هم برخمن وي ځکه ژورنالیزم په خپله یوډول تجارت دی .په دې  ډګرکې هم دنورو چاروپه شان تل په ګټه فکر کیږي چې دا ګټه له نوروګټوسره توپیرلري ، دبیلګې په توګه دغه سوداګري په مطبوعاتوکې دتیراژپه زیاتوالي پورې نه محدودیږي بلکه له بیلابیلوسیاسي لوریوسره مقابله او بریالیتوب ترلاسه کول هم ددې ډګردکارکوونکوهڅه ده ،خودغیراسلامي ژورنالیزم په پرتله په اسلامي ژورنالیزم کې اسلامي اصولوته په پام کولوسره ترډیره دغه رازاندیښنې کمې وي ځکه دلته معیاراسلام اوعدالت وي اوتل پر مثبت اړخ فکرکیږي ،په مقابل  دلویدیځ اسلامي ضدټولنې او حکومتونه یوازې له سیاسي اوپوځي لارې د اسلام پرضدمبارزه نه کوي بلکه د رسنیو او نورو بیلابیلورودوپه کارولوسره هڅه کوي چې داسلامي نړۍاوسیدونکي له اسلامي اصولولیرې اوتروسه وسه اخلاقي فساداوابتذال دهغوي ترمنځ دودکړي چې داددوي دایمي او نه ستړې کیدونکې منفي هڅې دي ،په داسې حال کې چې مسلمان ژورنالیستان بیاتل داسلامي اصولوپراساس په عمل کولوسره په مثبت اړخ کې کارکوي یعنې په دې هڅه کې وي چې ټولنې له فساد او ابتذاله دسچه ټولنیزچاپیریال اوله فساده لیرې دینداره لاره ته راواړي .


مسلمان ژورنالیستان که غواړي چې خپرونه یې ډیرپلویان ولري نوپه ټولو لیکنواو خپرونوکې اعتدال غوره کوي اوهرلوري اوډلې ته په برابره توګه ونډه ورکوي ،دهر چا او هرشي اودټولنیزژونددهرې برخې په اړه چې لیکنې اوخپرونې کوي اساس اومعیاریې اسلام اوعدالت وي ځکه اسلام داعتدال ،سولې اودژوندټولواړخونوته داصولي دمعیار د ټاکلودین دی .


په لویدیځوټولنوکې ددیموکراسۍ او آزادۍ شعار ورکول کیږي خو په عمل کې دپراخو جاوسوسي اداروله لارې چاته اجازه نه ورکوي چې د هغوي دبې عدالتیو په اړه ترې پوښتنه اویاهم پرې نیوکه وکړي، آزادانه فکر وکړي ،په خپله خوښه دټاکلو حق ولري اودهغوي له ناسمو اوناوړه کارونو پرده پورته کړي .


په خواشینۍسره بایدووایوچې نن سبا زموږاکثره مسلمان ژورنالیستان په عمل کې د اسلام ددښمنانو پرپوچو شعارونو غولیدلي اوپه یوډول دهغوي دګټولپاره کارکوي .


نن سباپه اکثرواسلامي ټولنوکې دپخواپه پرتله دډله ایزو رسنیو لپاره دآزادانه کار زمینه برابره ده خومسلمان ژورنالیستان اوخبریالان داسلامي اوژورنالیستي اصولو پرخلاف عمل کوي په داسې حال کې چې دشهرت اونفوذ دزیاتیدو لپاره باید د اولسونو ترمنځ ددوستۍ او اسلامي ورورولی لپاره کارکول دهغوي   اصلي معیاراواساس وي .


ډیرځله لیدل شوي چې دځینو ورځپاڼو ، راډیويي اوتلویزیوني چینلونو مسوولین ددې دندې له پیلولو وړاندې دخپل هیواد،دین ،کلتور او دودونوپه باب دزړه سوي خبرې کوي خوکله یې چې دغه دنده پیل کړه هغه خپلې ټولې مخکینۍخبرې اولیدتوګې یې له یاده وتلي وي ته به وایي چې بلکل بل سړی شوي .


په خواشینۍسره باید ووایو چې نن سبا د ژورنالیزم ډګر ترډیره سیاسي اړخ غوره کړی دی اواکثره رسنۍ دحکومت ،سیاسي ګوندونو او کله هم دزورواکه ډلودسیاستونو د پرمخ بیولولپاره په چوپړبوختې دي ،د هغوي دسیاستونو په اړه کارکوي اودسیاسي جنجالونو او کشمکشونو په باب فعالیت کوي .


که څه هم سیاست ترډیره په ژورنالیزم کې ونډه لري اوژورنالیستان دټولنې عامووګروته سیاست اوسیاسي لوری ټاکي .خودابایدددې ډګریوه برخه وي نه داچې په یوهیړدغه ډګر سیاست ته پریښودل شي .


له بلې خواپه سیاسي ژورنالیزم کې خبریالان تل دسیاستوالو  له بیلابیلولیدتوګو او فشارونو سره مخامخ وي اوکله هم یوشمیرنظرونه پرې ټپل کیږي ،خوبایدخبریالان په کلک هوډسره دتخصصي مالوماتواوشمیرنو پراساس عمل وکړي چې داکارټولنه هم له فشاره ژغوري .


  له  بلې خوادسیاسي ژورنالیزم دنده ده چې جوته کړي یوه موضوع د کوموعواملوداغیزله امله په یوې مهمې اوټولنیزې مسلې  بدله شوې اودحکومتي اویانوروچارواکوپه اجنډا او لومړیتوب کې راغلې ده.


په دې اړه غورکول دژورنالیزم دسیاسي برخې دخبریال دنده ده چې دغواکثروڅیړنوته دخبریاراپورپه پاي کې دمخینې په توګه اشاره وکړي ،په دې توګه که دهرې برخې خبریال په هغې څانګې کې  ژور مالومات  ولري اوهره ورځ دیوې تودې مسلې په اړه چې په ټولنه کې ډیراهمیت ورکول کیږي نوي اړخونه اوورسره دهغې مخینه لوستونکو اواوریدونکو ته وړاندې کړي داکاربه ټولنه له عمومي پوهاوي برخمنه کړي .


هماغه شان چې یوسیاستوال دسیاسي ستونزوداواري په لټه کې وي ، خبریال هم بایددحل لاروپه باب فکروکړي ،سیاستوال چې دیوې مسلې لپاره پرلاروچاروغورکوي ،خبریال هم بایددټاکل شویوحل لارو ترڅنګ نورې حل لارې په ګوته کړي چې دادیوه پوه خبریال د وړتیاښودنه کوي .


دخبریالۍبل پړاوتصمیم نیول دي په دې برخه کې ژورنالیستان   د اکثروتصمیمونو پټ اړخونه کشفولی شي اودتصمیم نیولو د ارګانونوپه پیژندلوکې هڅې کوي .


پوه ژورنالیست داړتیاوړمالوماتو د ترلاسه کولو لپاره هغو کسانو ته مراجعه کوي چې په تصمیم نیولوکې مهم اواغیزمن رول لري او عمومي تصمیم نیونې دتحلیلي راپورونو له لارې خلکو ته وړاندې کوي .


ژورنالیستان دیوې مسلې دروښانه کولو لپاره له بیلابیلو خواوو سره د تماس اوتخصصي خبروله لارې موضوع روښانه کولاي شي .


په ټول کې دبیلابیلو برخو ژورنالیستان حکومتي سیاستونه ارزولی اوپرې غورکولی شي اوهمدا ژورنالیستان دي چې تربل هرچاپه ښه توګه پرټولنې دسیاستونو اغیزې بیانوي او په یوډول دټولنې دهرې پرګنې لارښوونکي ګڼل کیږي  .