کور / تازه خبرونه / د افغانستان په سهيل کي د ناټو يو بل سرتيری ووژل سو

د افغانستان په سهيل کي د ناټو يو بل سرتيری ووژل سو

د ناټو اوايساف اړوند يوسرتيری نن د افغانستان په سهيلي سيمو کي د جګړې په ترڅ کي وژل سوی دی ، دا خبره لراوبر ته د ناتواوايساف له خوا په تازه رالېږل سوې خبرپاڼه کي یاده سوې ده ، دناټو اوايتلاف ځواکونه دا وخت په هلمند ولايت کي له طالبانو سره په جګړه بوخت دی ، له دې جګړې څخه نژدې هره ورځ د ناټو اوايتلاف ځواکونو د يو ياڅو سرتيرو دوژل کېدو خبرونه پخپله د ناټو د مطبوعاتي دفتر لخوا خپريږي .  دا په داسي حال کي ده چي پرون د اوباما خاص استازي هلمند ته يوناڅاپي سفر کړی و  او په ظاهره يې د وروستيو عملياتو څخه خوښي څرګنده کړې وه .