کور / رسنۍ / ورځ پوهنيزه، ټولنيزه او ادبي درې مياشتنۍ مجله چاپ شوه.

ورځ پوهنيزه، ټولنيزه او ادبي درې مياشتنۍ مجله چاپ شوه.



 د ورځ مجلې د نهم کال د زمرى- ورى لومړى -درېيمه گڼه (پرله پسې ٥١-٥٣) گڼې کې ډول ډول ادبي، سياسي، کولتوري او ديني ليکنې او شننې خپرې شوي، چې د افغانستان اوسنۍ ولسي جرگه، ارواښاد وزير بابا محمد گل خان مومند ته اړتيا، استقلال، خپلواکي او آزادي، خپلواکي پوهنه، افغان واکمن او پښتنو سره تعصب وردگ دا اربکي نه مني، آيا بيا به ولسمشر شي، سپيڅلى شهيد ډاکټر حنيف، ورځپاڼه اخبار څه شى دى؟، د نگار سيمې ته د بودا راتگ،دا د استعمار استعماري قضاوت دى، او نورې گټورې ليکنې خپرې شوي دي او بله دا، چې د ښاغلي ژبپوهاند مجاور احمد زيار ليکلارښود هم په پرله پسې توگه په کې خپور شوى، چې لوستنه يې اړينه ده.
مينه وال کولاى شي، چې د ورځ دغه گڼه د پېښور د گل حاجي پلازې د څلورم پوړ ٤٠٩د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز له کتابتون څخه  تر لاسه کړي او په افغانستان کې يې ((د ساپي مرکز)) له اړوندو نمايندگيو څخه  تر لاسه کولى شي.