کور / نثر / څومره سخت ، څومره اسانه !!!

څومره سخت ، څومره اسانه !!!

تابوت يې يوه ورځ مخکې کلي ته ر سولى و ، جنازه نه وه شوې چې  زه هم ور   ورسېدم ، لا هم له  هرې خوا نه خلک لکه د مچيو سيل را روان وو .
 
د کلي په دېره کې ټغرونه غوړېدلي وو ، خو خلکو ته ځاى نه و ، په شاوخوا ډبرو ، ديوالونو هم خلک  ناست وو .


د کور  ور په دواړو پټونو پرانستې پاتې و ،  انګړ کې يو شور  جوړ و ، څو نجونې به پرکټ يو دم ور ټيټې شوې ، په کفن به اوښکې يو په بله  پسې لويدلې  ، بيا به  په زوره غږ شو : 
مه ژاړئ ، شهادت يې مه خرابوئ ! خو وروسته به له همدې خولې هم چيغه ووته .


چې څنګه به په دروازه نوې مير منې را ننوتلې ، ماشومان به يې له غېږو وغورځول ، په کټ به يې ورمنډې کړې او بيا به يې چيغو ديوالونه په لړزا راوستل .
 
د مړي په پزه کې سپينې پاغونې ايښودل شوې وې ، سترګې يې پټې وې خو شونډې يې پوره نه وې ورغلې ، شايد غوښتل يې څه ووايي ، لږ ترلږه د خپلې وژنې علت وپوښتي خو غږ ترې نه ر اوته .
شيبه وروسته ، څو تنه کورته راننوتل ، يوه  غږ کړ : د وروستي ځل لپاره يې وګورئ ، جنازه شروع کېږي .
 ميرمن يې له واړه زوى سره راغله ، خو زړه يې ټينګ نه شو کړاى بيرته يې په کوټه ورمنډې کړې .
 ماشوم  تر ډېره د خپل بې روحه پلار په سينه سر ايښى و ، خلکو ترې راکش کړ او کټ پورته شو .
هديره کې څو ځايه له  تازه قبرونو ميرمنې  راټولې وې ، زموږ په رسېدو يې چيغې ټپ کړې .
ملا صاحب ، له دفن وروسته په قبر وعظ پيل کړ ، خلکو يې خبرو ته سرونه خوځول خو زه خپل فکر کې تللى وم :
 ماويل : خدايه !  موږ  خو هره ورځ  اورو : په لسګونو   وسلوال طالبان   ووژل شول ، دومره پوليس ، دومره  ملي اردو او يا ګڼ شمېر  ملکي وګړي ووژل شول .


دا خو ټول زموږ د کور خلک دي ،  زموږ په کورونو کې خو هره ورځ همدا حال دى .
 
لويه ربه ! اورېدل يې څومره اسانه دي او زغم يې څومره سخت دى !
خدايه !  داسې وخت به هم راشي چې خبرونه مو په مرګ نه وي شروع شوي ؟؟


د زمري ٣مه ، کابل
 محمد نعمان دوست