کور / تازه خبرونه / هسپانیه : په پراخه اورونو کښي ۵۰ تنه وژل سوي دي

هسپانیه : په پراخه اورونو کښي ۵۰ تنه وژل سوي دي

د هسپانیې په شمال لوېديځ کښي په بېلابېلو پراخو ځنګلونو کښي اورونه بل سوي چي له امله يې ۵۰ تنه له منځه تللي دي.

راپورونه وايي د اطفائیې ۵ کارکوونکي هم د اور د وژلو پر مهال له منځه تللي دي؛ او ویل کيږي چي د ځنګلو دا پراخه اورونه نور د اطفائیې تر وس وتلی کار دئ؛ خو بیا هم اطفائیې او اوروژونکي هليکوپتري خپل کوښښونه کوي څو ژر تر ژره د بل سوي اورونو مخنيوی وکړئ .

په هسپانیه کښي هر کال د ورته پراخه اورونو دبلېدلو علت د هسپانیې د مځکي وچوالی ښودل سوئ دئ .