کور / تازه خبرونه / د احمدشاه بابا د علمي مرکز ١٥ کليزه ولمانځل سوه

د احمدشاه بابا د علمي مرکز ١٥ کليزه ولمانځل سوه


د جولاى پر ٢٣ – مه په کندهار کي د احمدشاه بابا علمي، کلتوري او انگليسي ژبي زدکړي د مرکز پنځلسمه کليزه ولمانځل سوه او تر څنگ يې د انگليسي ژبي د ٣٥ – مي او ٣٦ – مي دورې فارغانو بري ليکونه هم ورکړل سول.



په دې غونډه کي چي د سلګونو کسانو په ګډون د احمدشاه بابا په علمي او کلتوري مرکز کي جوړه سوې وه، محمدنعيم خان او استاد منيراحمد ځپليار ويناوي وکړې، د انګليسي ژبي د زدکړي پر ازرښت وږغېدل او يو په بل پسې يې د دې مرکز د بنسټ ايښودونکي عبدالباقي پوپل د ښه احساس او هڅو ستاينه وکړه، چي د احمدشاه بابا د علمي او کلتوري مرکز په جوړېدو او د زرګونو کسانو په روزلو سره يې په علمي او کلتوري برخه کي د پام وړ خدمتونه کړي دي.



وروسته محمدنبي نيازي فارغ سوي شاګردانو ته په وينا کي د خپلي تجربې له مخي شاګردانو ته نيکي مشورې ورکړې او شاګردان يې د انګليسي ژبي مطالعې ته وهڅول. او زياته يې کړه، اوس  چي  تاسي فارغه سوي ياست مسئوليت مو تر پخوا هم ډېر سو، تاسي ته ښايي هغه څه چي مو په دې علمي مرکز کي زده کړي دي تر نورو کسانو پوري ورسوئ، چي ترڅو افغان ځوانان د پرمختللي نړۍ سره په يوه کتار کي ودرېږي.
د غونډي په پاى کي د احمدشاه بابا د علمي مرکز ځينو استاتانو ته هم ستاينليکونه ورکړل سول او د ماښامنۍ په خوړلو سره پاى ته ورسېده.