چيچينيا: ځانوژونکي برید ۱۰ تنه ووژل او ۱۰ نور زخمیان کړل

مختار احمد احسان | جولای 27th, 2009


د چيچينيا په مرکز ګروزني په يو کنسرټ کښي د يو ځانمرګی برید له امله څلورو عسکرو او خپله د ځانمرګي په شمول لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل سوي او ۱۰ نور زخمیان سوي دي .


د خپرو سویو راپورونو له مخي یوه ځانوژونکي غوښتل چي د کنسرټ په زال کښي دننه ځان والوزوي خو ځانمرګۍ ددې مخکښي چي کنسرټ شروع سي د کنسرټ د زال څخه په ۴۰ متري کښي د پولیسو لخوا ونیول سو او نوموړي په همهغه ګړي ځان ته انفجار ورکړ.


په کنسرټ کښي نژدې ۸۰۰ تنو ګډون کاوه چي له چاودني څخه و يو بل موقيعت ته انتقال سول .



Copyright Larawbar 2007-2024