دلته دم او قدم دواړه په حساب دي

د لراوبر اداره | جولای 26th, 2009


 

جمهور رئيس حامدکرزي د طلوع ټلوېزون د پنجشنبې (جولاى ٢٣ – مي) له مناظرې څخه په دې پلمه ځان شاټ کئ، چي ګنې طلوع بزنيس پر کوي، خو خبره د بزنيس نه بلکي له خپلو حريفانو څخه د ښاغلي کرزي هغه بېره ده، چي له واک سره د نوموړي د بې کچي ميني په سيالۍ کي د خپلو پخوانيو همکارانو له کبله په زړه کي ور لوېدلې ده. کنې نو دغه مناظره خو د افغانستان په ملي ټلوېزون کي هم کېداى سوه او که بيا هم جلالتماب ډېر با انصافه سوئ وي، نو زما په نظر د لويي جرګې تالار يې تر ټولو ښه ځاى وو، چي له خپلو حريفانو سره يې ميس پکښي معلوم سوئ واى.


 


د ښاغلي کرزي دوو سيالانو ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله دمخه لا نوموړي ته د مناظرې چلينج ورکړئ وو، ويل کېږي غني او عبدالله د ٤١ کانديدانو په منځ کي يوازني کسان دي، چي د خپلو راتلونکو حکومتونو دپاره له يوه منظم پلان سره رامخته سوي دي، ځکه نو په واز کومي نارې وهي چي د مځکي پر سر يې يوازنى حريف حامد کرزى دئ. په مقابل کي کرزى صاحب پوهېږي چي غني او عبدالله يې پخوا ياران او وزيران وو، د ده ټولي نيمګړتياوي او پټ اسرار ورمعلوم دي او ډېر ژر يې تر خوږ ګوته نيولاى سي، نو ځکه يې په زړه ګګروزه ننوتلې او تر دې چي په مناظره کي ځان د خلګو په مخ کي په شرمونو وشرموي، بيداري يې وکړه او په اصطلاح په قفس کي يې جنګ پرېښاوه.


 


د حامد کرزي د لويه سره له مناظرې سره جوړه نه ده، ځکه له هغي ورځي چي ډاکټرغني او ډاکټر عبدالله د مناظرې بلنه ورکړې، د ولسمشرۍ له دفتر او د حامد کرزي له انتخاباتي کمپاين څخه په دې باب متضاد غبرګونونه خپاره سوي دي.


 


د ښاغلي کرزي د انتخاباتي کمپاين وياند وحيد عمر دا يو ګټور او پرځاى ګام وباله، خو خپله حامد کرزي له يوه کانديد سره نه، بلکي له ټولو سره د مناظرې ټټر وډباوه، بل ځل يې خپله خبره داسي اصلاح کړه چي د دوو تابعيتونو له کانديد (ډاکټر اشرف غني احمدزي) سره مناظره نه کوي، دا چي مناظره او دوه تابعيتونه څه تړاو سره لري؟ د جواب منطق يې له کرزى صاحب سره دي.


 


تر ډېر انتظار وروسته هغه ورځ هم راغله چي طلوع ټلوېزون وويل: ولسمشر حامدکرزى، ډاکټرعبدالله او ډاکټر غني احمدزى يې مناظرې ته وربللي دي. د ياد سوي ټلوېزون دې اعلان ته ډېرى افغانان ځکه خوشحاله سول، چي له دې امله به د درو واړو له راتلونکي پلان او پروګرام څخه پر خپل وخت خبر سي، ځکه ټول په دې باور دي چي له دغو دريو کسانو څخه به يو د افغانستان راتلونکى ولسمشر وي.


 


د مناظرې په باب د حامدکرزي ګډو وډو پلمو جوته کړه، چي هغه اوس هم د ٢٠٠٤ کال خوبونه ويني، چي نه يې چا پلان وپوښتئ او نه يې پروګرام ځني وغوښتئ، بس ټول ولس پسې آمنا کړه او جېب ته يې د ارګ د کرسۍ ټکيټ ور واچاوه.


 


دا ځل يې مرستيالۍ ته د دوو جنګسالارانو او جنايتکارانو په انتخاب پخوانۍ شوړېدلي ژمني خپله دروغ ثابتي کړې او د راتلونکي پلان په اړه يې د خپل ملاتړي ډاکټر انورالحق احدي دغه وينا تر ټولو ښه دليل دئ، چي وايي: ((کرزى د افغانستان د راتلونکي دپاره هيڅ ډول روښانه ستراتيژي نه لري)).


 


نور نو له يوې خوا کرزي صاحب د تېرو اتو کلونو راهيسي د خطايي ټکانو له امله د خپلو ژمنو شاجور تش کړئ او له بلي خوا د پخوا په څېر هماغسي بې پلانه را روان دئ، ځکه خو يې له مناظرې څخه ځان وکښئ. او بله دا چي ټلوېزوني مناظره نه د سټيج پر سر وينا ده چي کرزى صاحب د خپل کوتان غوړي د بازار د مداريانو او ټګانو په څېر د هر مرض دوا او هر ټپ ته مرهم معرفي پکښي کړي، بلکي په مناظره کي سوال او جواب د امتحان هغه ميدان دئ، چي دم و قدم يې دواړه په حساب دي، په دې ميدان کي چي څوک هرڅه وايي په علمي دلايلو به يې دفاع کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024