کور / تازه خبرونه / پاریس : ولسمشر سرکوزی ناڅاپي ناروغ سو

پاریس : ولسمشر سرکوزی ناڅاپي ناروغ سو

د فرانسوي مطبوعاتو د راپورو له مخي د فرانسې ولسمشر سرکوزی نن سهار په پاریس کښي د سپورټ کولو په جریان کښي ناڅاپه ناروغ سوئ؛ چي سمدستي روغتون ته انتقال سوئ دئ .

۵۴ کلن ولسمشر سرکوزی اکثره وخت د ښې روغتیا او تکړه والي په خاطر ځغلي او بایسکل چلوي.

همدارنګه ویل سوي دي چي د جولای د میاشتي پر ۳ مه نېټه د ولسمشر سرکوزی ځيني معایناتونه سوي وه چي نتیجه يې د اندېښنې وړ نه وه بلل سوې.