4 اسد 1388
په كندز كې د يوه ښوونځي بنسټ كيښودل شوه
کندز: د كندز ولايت په مركز كې نن د زمرى دمياشتى په۴ مه د هغه لومړني ښوونځي بنسټ كيښودل شو چې په دې وروستيو كې د پوهنې وزارت له لوري منظور شوي وو.
په هغه غونډه كې چې په همدې اړه دكندز اړوند مركزى ولسوالۍ كې جوړه شوې وه او د كندز ولايت د پوهنې رئيس او مسؤولينو سربيره لسګونو قومي مشرانو، ځايي دولتي چارواكو او د دغه ښوونځي زده كوونكو ګډون كړى وو، ګډونوالو د پوهنې وزارت له دغه ګامه پورته كونې ستاينه كړه او په دې برخه كې يې ورسره د لازياتو همكاريو غوښتنه وكړه.
دغه ښوونځي چې په پام كې ده په نيږدې وخت كې به يې د ودانۍ د رغونې چارې هم پيل شي په يو جريب ځمكه كې جوړيږي چې د ځايي خلكو لخوا د دغه ښوونځي ته بيله شوې ده.
دغه لومړنى ښوونځى ۲۰۰ تنه نجونې او هلكان زده كونكي او ۳ تنه ښوونكي لري .
کمک دفتر یونسکو به معارف ولایت بدخشان
بدخشان: دفتر یونسکو یک تعداد کتب درسی کورسهای سواد آموزی را به ریاست معارف ولایت بدخشان مساعدت نمود.
گفتنی است که کتب متذکره شامل 500 کارتن برای شاگردان سواد آموزی و40 کارتن کتب رهنما برای معلمین کورسهای سواد آموزی می باشد که برای شاگردان و معلمین سواد آموزی شامل 40 باب کورس های سواد آموزی بخش یونسکو مرکز فیض آباد توزیع خواهد شد.
قابل یاد اوری است که دفتر یونسکو در آینده نزدیک به تعداد 320 باب کورس دوتایمه را در 8 ولسوالی به شمول مرکز ایجاد خواهند نمود.
دبلخ په ولايت کی د دوو ښوونځیوو د ودانی دبنسټ ډبرى كيښودل شوى
دبلخ ولایت: دبلخ ولايت د شور تپه دقزل اياق او دچهار بولك ولسوالي دمركزى منځنيو ښوونځيو دودانېو دبنسټ ډبرى د روان كال دزمرى دمياشتى په ۴ مه، دنوموړی ولسواليو دولسوالانو دپوهني مديريتونو د مسئوولينو لخوا په داسى حال كى كيښودل شوى، چى دنوموړو سيمو يوشمير قومى مشرانو او دښوونځيو زده كوونكو ګډون درلود .
دقزل اياق منځنى ښوونځى ديونسف نړيوالى ادارى په مالي مرسته د ۶۳ زرو امريكايي دالرو په مجموعي لګښت د۶ مياشتو په موده كى دعبدالله قربان ساختماني شركت لخوا جوړيږى چى ۸ درسى ټولګى، ۲ ادارى خونى اونور ضرورى ملحقات لرى. همدارنګه دچهار بولك مركزى منځنى ښوونځى ودانى ديو سلو ۶۰ زرو امريكايي دالرو په مجموعى لګښت دپوهنى وزارت دپرمختيايي بودجى څخه د۸ مياشتو په موده كى جوړيږى چى ۸ درسى ټولګى، ۴ ادارى خونى، داوبو څښكلو څاه، ۵ تشنابه، دزده كوونكو لپاره مكمل ميز اوچوكى او نور ضرورى ملحقات لرى.
ديادونى وړده چى دچها بولك مركزى ښوونځى په كال ۱۳۳۹ كي تاسيس شوى چى اوس مهال ۱۳۸۰ تنه انجونى او هلكان زده كوونكى د۲۸ تنو استادانو لخوا تدريس كيږى او دقزل اياق ښوونځى په كال ۱۳۸۱ كه تاسيس چٰى ۳۶۰ تنه انجوني اوهلكان زده كوونكى په زده كړه بوخت دى چى د۱۱ تنو ښوونكو لخوا درس وركول كيږى.
تدویر سيمینار آموزشی
لغمان: امروز مورخ ۴ اسد سال روان، سیمینار 3 روزه تحت عنوان تعلیمات باهمی بخاطر معلولین و معیوبین در لیسه روشان ولایت لغمان دایر گردید.
سیمینار متذکره از طرف موسسه IRC وبه همکاری ریاست معارف آن ولایت براه انداخته شده که به تعداد 15 تن از اعضای نظارت ریاست معارف و 3 تن از مامورین ریاست امور شهداء اشتراک دارند.
گفتنی است که دایر شدن همچو سیمینارها در بالا بردن سطح آگاهی کارمندان معارف موثر واقع میگردد.
دبادغيس په ولايت كى دواليبال سيالي ترسره شوى
د بادغيس ولايت په مركز كې د۷ آزادو ټيمونو او دمعارف منتخب ټيم ترمنځ دواليبال سيالۍ ترسره شوې.
د والیبال په هغه لوبوكې چې نن دروان کال داسد دمیاشتی په ۴ مه نیټه، د بادغيس ولايت د مركز په ورزشى لوبغاړى كى ترسره شوى پكې د دغه ولايت د پوهنې رياست مسوولينو سربيره ګڼ شمير دولتي چارواكو، استادانو، زده کوونکو او د واليبال مينه والو ګډون درلود .
چي دسيالى په پايله كي دمعارف منتخب ټيم ۳ ديو په مقابل دنايب قهرماني كپ تر لاسه كړ.
د محمود طرزي ليسې الحاقيه ودانۍ پرانيستل شوه
په كندهار ښار كې د محمود طرزي ليسې الحاقيه ودانۍ چې شاوخوا زر تنه زده كوونكي پكې زده كړې كوي پرانستل شوه.
دغه ودانۍ چې د يادې شوې ليسې په انګړ كې په پاخه ډول جوړه شوې ده مالي لګښت يې د پوهنې وزارت له انكشافي بوديجې وركړل شوى دى او پر ۸ درسي او ۴ اداري خونو سربيره د اوبو څاه او ۵ تشنابه هم لري.
د محمود طرزي ليسې دغه الحاقيه ودانۍ په يوه وخت د ۴۰۰ زده كوونكو د ځايولو ګنجايش لري چې په لورو مياشتو كې د ۹۵۰۰۰ زره امريكايي ډالرو په لګښت رغول شوې ده.
دغې ودانۍ تيره ورځ د زمري په ۳مه له غرمې وروسته په هغو مراسمو كې پرانيستل شوه چې پر ځايي دولتي چارواكو او د پوهنې پر يو شمير مسؤولينو سربيره ګڼ شمير قومي مخورو او سيمه ايزو خلكو هم پكې برخه اخيستې وه.