چین : د شدیدو بارانونو له کبله ۱۰ تنه مړه او ۳ زره کوره ویجاړ سوي دي

مختار احمد احسان | جولای 26th, 2009


د چین په مرکزي شااوخوا کښي د شدیدو بارانونو له کبله ۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړئ دئ او یو لک و لس زره تنه د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ سوي دي .

چينايي مطبوعات وايي چي د شدیدو بارانونو له کبله ۳ زره کورونه ویجاړ سوي دي او همدارنګه ویل سوي دي چي دچین حکومت خپل کومکي ګروپونه نوموړي ځایونو ته استولي دي چي د حونان ولایت تر نورو سخت په مشکلاتو کښي راښکېل ولایت بلل سوئ دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024