کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې په يو مطلب كې هغه بحثونه څيړلي، چې له تورلسټ څخه د طالب مشرانو د نومونو د لرې كولو لپاره روانې دي او ايا دا، چې دا مسئله به د لندن په غونډه كې پورته شي او كه څنګه، د ډاكټر سپنتا په حواله يى ليكلي، چې د لندن غونډه ددى كار مرجعه نده.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو په وروستي راپور تبصره كړې او ځينې هغه انديښنې يى هم څيړلي، چې په ۲۰۱۰ ميلادي كال كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې د زياتيدو په اړه موجودې دي.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د غير قانوني وسلو د موجوديت په اړه هم انديښنه څرګنده شوې او له دې بابته شتو ستونزو ته په اشارې ليكل شوي، چې د وسلو په شتون كې بشري حقونه رعايت كيداى نشي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا له طالبانو سره د خبرو لپاره كيدونكو هڅو ته په اشارې ليكلي، چې ددې هڅو د بريالي كيدو لپاره ضروري ده، چې ټول ښكيل اړخونه د سولې خبرې د جنګ اساسي بديل وبولي.

ورځپاڼې دا هم ليكلي، چې ددې خبرو د پرمخ بيولو لپاره د افغاني ټولنې پر واقعتونو ولاړ يو كاري ميكانيزم هم جوړ او په هغې كې د افغان دولت نړيوالې ټولنې او وسلوالو مخالفينو مسؤليتونه په ډاګه شي.

په ورځپاڼه كې په ولسي جرګه كې نومانده وزيرانو ته د باور راى د وركولو په بهير هم بحث كړې او د ځينو وكيلانو دا اعتراف يى راخستې، چې په رد شويو اوولسو وزيرانو كې ځينو يى كاري وړتياوې درلودلې.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا له اى، بي سي ټلويزيون سره د ولسمشر كرزي د مركې ځينې برخې راخستي او ليكلي، چې د ترورزم او افراطيت په وړاندې جګړه يوازې هغه وخت بريالى كيداى شي، چې افغانان دا احساس وكړي، چې د هغوى حفاظت كيږي.

ورځپاڼې په دوام كې د ښاغلي كرزي په حواله ليكلي، يوازنې شې، چې افغانان يى له امريكايانو غواړي دادې، چې د ترورزم په خلاف په جنګ كې عامه خلكو ته مرګ ژوبله وا نه ړوي او د شپې لخوا دې د افغانانو په كورونو حملې بندې كړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا په افغانستان او سيمه كې د شتو ستونزو د هواري لپاره د روانو هڅو په همغږي كولو ټينګار كړې او ليكلي، تر هغو، چې افغانستان، پاكستان او نړيواله ټولنه د ترورزم په خلاف د مبارزې لپاره ګډه ستراتيژۍ غوره نكړي دا ستونزى نشي هواريدلې.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د افغان ولسمشر او د ناټو د عمومي قومندان ترمنځ د ليدنې خبر وركړې او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې پدې ليدنه كې په افغانستان كې د پوځي عملياتو په مهال د عامه خلكو د مرګ ژوبلې په ستونزې او د هغې د مخنيوي په لارو چارو خبرې شوي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا دا انديښنه ښودلې كه چيرې لازم اقدامات ونشي نو ممكن په ۲۰۱۰ ميلادي كال كې د عامه خلكو په مرګ ژوبله كې نور هم زياتوالى راشي.

ورځپاڼې په دوام كې دا د افغانستان د دفاعي ادارو مسؤليت بللې، چې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره لازم اقدامات وكړي او دا مسئله په جدي توګه له نړيوالې ټولنې سره مطرح كړي.

ورځپاڼې خپل نننې كارټون په افغانستان كې د دولتي څوكيو د ويش بهير انځور كړې او پكې دا ټينګار شوې، چې دا څوكۍ بايد وړو كسانو ته وركړاى شي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړيدي.

انيس پخپله سرمقاله كې هغه هڅې څيړلي، چې د مخالفينو له ليكو نه د ځوانانو د بيلولو لپاره روانې دي او ليكلي، چې ځوانانو ته د كاري امكاناتو په برابرولو سره دا هدف ترلاسه كيداى شي.

خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې لوږه او نشه يي توكي په افغانستان كې د جنګ او بحران د پراخيدو اصلي سبب بللې دې.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو څيړنيز مطلب كې له طالبانو سره د جوړجاړي لپاره روانو هڅو ته كتنه كړې او پوښتلي دي، چې ايا سوله له ترور، وحشت او د انسانانو د حقوقو او د بيان د ازادۍ له دښمنانو سره ممكنه ده؟

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې طالبانو ته د امتيازاتو د وركولو په موضوع هم بحث كړې او په ملګرو ملتونو كې د طالبانو د واكمنۍ د استازي عبدالحكيم مجاهد په حواله ليكلي، چې لومړې دې طالبان په رسميت وپيژندلې شي يا دې د امتيازاتو موضوع مطرح شي.