" /> " /> " /> " /> هايتي ټاپو زلزلې سخت وځپــئ – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / هايتي ټاپو زلزلې سخت وځپــئ video

هايتي ټاپو زلزلې سخت وځپــئ video

د CNN د خبر له مخي د چهارشنبې په ماښام يوې شديدي زلزلې د هايتي جمهوريت ولړزاوه چي له امله يې په سلګونو زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړئ او يو زيات شمېر نور يې بې کوره سوي دي .

دا بې سارې شديده زلزله چي د ريختر په کچه 7.0 درجې ښودل سوې، نژدې درې مليونه وګړي زيانمن کړي دي چي ددغه هيواد د نفوس يو پر درېمه برخه جوړوي .

د هايتي ټاپو وزمه د لاتيني امريکا په کاريبي بحر کښي د کيوبا ټاپو و ختيځ اړخ ته قرار لري چي د نړۍ يو له غريبو هيوادونو څخه شمېرل کيږي .

د سرې مياشتي په شمول بېلابيلو نړيوالو مرستندويه ګروپونو ددغه هيواد زلزلې ځپلو سيمو ته ځانونه رسولي دي ، ولسمشر بارک اوباما هم له خپل لوري نه د هر راز مرستو او همکارۍ ژمنه ور کړې ده .

وېډيوګاني :