دوه نور امریکایي پوځیان او یو فرانسوی ووژل سول
اسوشیتیډ پریس او فرانس پریس آژانس څو شیبې مخکي خبر ورکړ چي په پرون چهار شنبه د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کي دوه نور امریکا یي پوځیان او یو فرانسوی پوځي ووژل سول .
لومړنی امریکایي د طالبانو سره په مخامخ جګړه کي ووژل سو او دوهم یې مخکي د ماین په چاودنه کي زخمی سوئ و خو نن مړ سو . څو ساعته وړاندي هم دوه امریکایي عسکر وژل سوي وو .
همداراز یو فرانسوی پوځي د محمود راقي په شاوخوا کي نن هغه مهال ووژل سو او دوه نور یې ټپیان سول چي زرهپوش یې پر ماین وخوت .
په دې سره د تیرو ۱۳ ورځو په ترڅ کي ۱۴ امریکایي پوځیان په افغانستان کي د خاورو مېلمانه سوي دي .