یو برتانوی افسر ووژل سو ، د امریکا کسر ټاپي ته ورسېد
د برتانیې د دفاع وزارت وویل چی یو برتانوﺉ تورن چی د ماین خنثی کولو انجینیر و ، د هلمند په موسی کلا کی بمی چاودنی ووژﺉ . د برتانیې د دفاع وزارت په دې ضایعه سره خپل ژور غم او ویر وښود . په دې سره د برتانیې پوځي تلفات ۲۴۷ ته ورسېدل .
د یو بل خبر له مخی چی اسوشیټیډ پریس ورکړ ، ویل کیږی چی د امریکا بودجوی کسر خپل اوج ته ورسېد . دغه ملاماتونکی کسر په ډسمبر کی ۹۱٫۸ بلیونو ډالرو ته جګ سو چی دا د امریکا په تاریخ کی سارﺉ نه لری .
د ۲۰۰۹ د وروستیو درو میاشتو کسر ۳۸۸٫۵ بلیونه ډالره سوﺉ و چی دا د یو کال مخکی همدومره مودې څخه ۱۶٫۸٪ زیاتوالی ښیًی . د تیر کال ټول کسر ۱٫۵ ټریلیونه ډالره سو چی دا په تاریخ کی بی مثاله دئ .
سپماییز پوهان د دې ملاماتونکي کسر علت بیکاري ، ستر پوځی مصارف ، ډیر پورونه او د هغو زیاتېدونکی سود بولي او څرګندوی چی د دې تونل په پای کی د امید کومه رڼا نه تر سترګو کیږی .