غزل

36 | جنوري 14th, 2010


لکه شبنم دګل په پاڼوکی رغښتلی جانان
سم لکه اوښکه په لیموکی می نغښتلی جانان

دزړګی وینه رسوم دپرهرڅړیـــــــــکو پسي
خوږه نغمه ده درباب له تاروتلــــــی جانان

لکه دوعالـــــــــکه دروداوکله کاردثـــــواب
دخوږایمان په شانی ګران راته سپیڅلی جانان

بس په سندرومین شوی یم له هغه وخـــــــته
ماچی له کله دیارۍ په تارتــــــــــــړلی جانان

دی که می نوم هم چیرته نه اخلی په تشه خولګۍ
په ماخوګران دی ماپه لوی الله سپارلی جانان

اخیرترمنځ موفاصلی شولی دمځګی واسمان
هلاله چیرته یی اوس ته اوچیرته تللی جانان

Copyright Larawbar 2007-2024