کور / تازه خبرونه / د ولسمشرۍ کانديد د حامد کرزي په ګټه تېر سو

د ولسمشرۍ کانديد د حامد کرزي په ګټه تېر سو

 

د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد محمدسيد هاشمي پرون د ولسمشر حامدکرزي په ګټه د ولسمشرۍ له چوکۍ څخه تېر سو.

د افغان څېړونکي په وينا له ٤١ کانديدانو څخه ډېرى يې هغه ناپېژندل سوي کسان دي چي يا د پيسو، يا شهرت او يا يې هم د يوې کوچنۍ چوکۍ د ترلاسه کولو په موخه ځانونه کانديدان کړي وي او ښايي د اګست تر شلمي چي د انتخاباتو ورځ ده ډېرى کانديدان د محمدسيد هاشمي په څېر د يوه او بل کانديد په ګټه تېر سي.

 همدا راز د پخواني جهادي قومندان حاجي عبدالقدير ورور نصرالله بريالى ارسلايي چي ځان يې د ولسمشرۍ چوکۍ ته کانديد کړى دئ، يوځل دوې اونۍ دمخه د حامد کرزي په ګټه، خو پرون د ډاکټر عبدالله په ګټه له خپلي کانديدۍ څخه تېر سو.

د افغانستان د جمهوري رياست انتخابات چي ٤١ کسانو ځانونه ورته کانديدان کړي ټاکل سوي ده د اګست پر شلمه ترسره سي چي د ډېرو په ګومان حامدکرزى، ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله به يو له راتلونکو مشرانو څخه وي.